طالبان وايي د افغانستان په ختیځ کې یې د ډېورنډ کرښې ته نېږدې سل سرحدي پوستې جوړې کړې دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۸

طالبانو د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او نورستان کې له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه څه باندې سل سرحدي پوستې جوړې کړې دي.

د طالبانو يوه قوماندان وويل، چې دغه سرحدي پوستې د دغې ډلې د دفاع وزارت په امر جوړې شوې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د سرحدي لېوا قوماندان قاري معراج حریت راډیو ته وویل، چې د دغو پوستو مواصلاتي لارې جوړې شوې او د سرحدي ساتونکو تاسیسات د ګټې اخېستو لپاره چمتو دي.

د دغو سرحدي پوستو د جوړولو خبر د افغانستان په ختیځو پولو کې د پاکستان او طالبانو تر منځ له یو لړ سرحدي تاو تریخوالي وروسته خپور شو.

قاري معراج دغو تاوتریخوالو ته اشاره ونه کړه؛ خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو ځواکونه به "هیچا ته اجازه ورنه کړي چې سرغړونه وکړي".

طالب قوماندانان ادعا کوي، چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پاکستانيو ځواکونو د دغو پوستو د جوړولو اجازه نه وه ورکړې.

د نوموړي په خبره؛ د تېر حکومت پر مهال د پولې له صفري نقطې څخه ۱۵ کیلومتره شاته سرحدي پوستې جوړې شوې وې.

په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې طالبانو د دغه هېواد پر خاوره یوه سرحدي پوسته جوړه کړې او له دوی یې غوښتي چې له دې کاره لاس واخلي.

څه موده وړاندې په تورخم کې د طالبانو له خوا د پوستې د جوړولو له هڅې وروسته د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې له امله یې د تورخم دروازه د ۹ ورځو لپاره تړل شوې وه.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دا پوسته د پاکستان په پوله کې دننه جوړه شوې وه، چې پاکستاني ځواکونو یې مخه ونیوله؛ خو طالبانو ویلي چې پوسته د افغانستان په خاوره کې ده.

تر دې مخکې د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي وو، چې دغې ډلې د ګاونډیو هېوادونو پولو ته څېرمه شاوخوا ۶۰۰ سرحدي پوستې جوړې کړې او د سرحدي ساتونکو شمېر ۴۴ سلنه زیات شوی دی.

د هغه په ​​وينا؛ د افغانستان ٢٠ ولايتونه له شپږو ګاونډيو هېوادونو سره ګډه پوله لري او د امنيتي ننګونو د ځوابولو په موخه د سرحدي ځواکونو د ٦٣ قطعو په چوکاټ کې ٦٠٠ سرحدي ساتونکي ځاى پر ځاى شوي دي.

په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول طالبانو د ګاونډیو هېوادونو له پوله ساتو ځواکونو سره نښتې کړې دي. د دغو شخړو زیاتره برخه په لوېدیځو پولو کې له ایراني ځواکونو سره، په جنوبي او ختیځو پولو کې له پاکستاني ځواکونو سره شوې دي.

نور خبرونه

رادیو