د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي: په افغانستان کې کورنۍ شخړې د سیمې لپاره ننګونه ده
د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي د افغانستان، یمن، سوډان، سوریې او لبنان کورنې شخړې د سیمې له سترو امنیتي ننګونو څخه وبللې. جاسم البودایوي دغه موضوع د فارس خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته څرګنده کړه.
دا غونډه د دوشنبې په ورځ (د وږۍ په ۲۷مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۸مې غونډې په څنډه کې جوړه شوې.
د عرب نیوز د راپور له مخې؛ جاسم البودایوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره په کتنه کې وویل، چې د فارس خلیج د همکارۍ شورا هېوادونه له امریکا سره د دغې اتحادیې د اړیکو د ټینګښت لپاره د لا زیاتو اقداماتو پلان لري.
جاسم البودایوي زیاته کړه؛ له امریکا سره د فارس خلیج د همکارۍ شورا ستراتیژیک شراکت د فارس خلیج د همکارۍ د شورا یو لومړیتوب دی او دغه غونډه د دا شان لومړیتوب ښودنه ده.
همداراز هغه په افغانستان، یمن، سوډان، سوریه، لبنان او نورو هېوادونو کې د «اټومي وسلو» پراخېدل، امنیتي ګواښونه، سیاسي بې ثباتي او داخلي شخړې د سیمې له سترو ننګونو څخه ګڼلې دي.
هغه په داسې حال کې افغانستان ته اشاره وکړه، چې څه موده وړاندې په جده کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی شوی و.
د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د مشرانو غونډه د سرطان د میاشتې په ۲۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ په جده کې جوړه شوې وه.
په دې کتنه کې د قرغزستان جمهور رییس سادیر جباروف د افغانستان وضعیت «ډېر د اندېښنې وړ وباله» او ټینګار یې وکړ، چې له ترهګرۍ، افراطیت او سازمان شویو نړۍوالو جرمونو سره مبارزې ته ژمن دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د خلیج د همکارۍ شورا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته وویل، چې د امریکا او په دې شورا کې د شاملو فارس خلیج د خلکو او د ټولې نړۍ په ګټه دی.