هند کاناډايي وګړو ته د ویزې ور کول وځنډول

AP ۱۴۰۲ وږی ۳۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ کاناډايي وګړو ته د ویزې ور کول وځڼدول.

اریندم باغچي په نوي ډېلي کې خبریالانو ته وویل، په کاناډا کې د خپلو کونسلګریو کارمنانو ته د امنیتي ګواښ له امله دا پرېکړه کوي.

د نوموړي په خبره، ، د امنیتي حالت د ښه کولو لپاره د کاناډايي حکومت بې غوري د دې لامل شوه چې دوی هر ډول ویزې وځنډوي.

هند ترې دې مخکې په کاناډا کې له خپلو وګړو او هغو هندیانو چې کاناډا ته ځي د احتیاط غوښتنه وکړه.

له بلې خوا په نوي ډېلي کې د کاناډا ډيپلوماټیک مشرتابه ویلي، پر خواله رسنیو د خپلو ډیپلوماټانو ته تر ګواښل کېدو وروسته د لنډمهال لپاره خپلو کارکوونکو کې بدلون راولي.

دا ګامونه د نوي ډېلي او اوتاوا ترمنځ جنجال لا زیاتوي چې د کاناډا په بریټیش کولمبیا کې د بېلتونپال سیک مشر په وژلو پسې پیدا شوی دی.

د کاناډا حکومت وايي، باوري ادعاوې ښيي چې تېر جون د دې مشر په وژلو کې د هندي حکومت جاسوسانو لاس درلود، خو نوی ډېلی دا تورونه ردوي.

د ۲۰۲۱ کال د شمېرو له مخې کاناډا د ۷ لکه اویا زره سیکانو په لرلو سره له هند بهر د سیکانو تر ټولو لویه ټولنه لري.

کاناډا د هند ۱۷ تر ټولو لویه بهرنۍ پانګواله ده او کاناډايي پانګوالو په دغه هېواد په میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده.

له ۲۰۱۸ کال راهیسې د نړیوالو زدکوونکو له پلوه هند هم کاناډا ته تر ټولو لویه سرچینه ده.

پر ۲۰۲۲ کال کاناډا کې د هندي زدکوونکو شمېر د ۴۷ سلنې زیاتېدو سره درې لکه ۲۰ زرو ته ورسېد چې د بهرنیو شاګردانو ۴۰ سلنه جوړوي.

د کاناډا د نړیوالو زدکړو دفتر وايي، هندي زدکوونکي ځايي پوهنتونونو او کالجونو کې د کورنیو زدکوونکو لپاره د سوبسایډي زدکړو په برابرولو کې هم همکاري کوي.

نور خبرونه

رادیو