• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا حکومت افغانستان لا هم په جګړه کې ښکېل هېواد بولي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، افغانستان لا هم په جګړه کې ښکېل هېواد ګڼي. دغه وزارت وايي، په افغانستان کې د وسله والو جګړو او کړکېچن وضعیت له امله به په امریکا کې د افغان کډوالو د اوسېدو او کار جواز تر نورو ۱۸ نورو میاشتو وغځوي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الخاندرو ان مایورکاس، د پنجشنبې په ورځ ـ د سنبلې ۳۰ مه ـ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د هغو افغان کډوالو لپاره د "موقتي محافظت حالت" غځوي چې د طالبانو بیا واکمنېدو سره یې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، د افغانستان د حالاتو له کتنې او له خپلو نړیوالو همکارانو سره تر سلا مشورو وروسته یې پرېکړه کړې چې افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې پورې د استوګنې او کاري جواز موده وغځوي.

د کورني امنیت وزارت د هغو هیوادونو اتباعو ته لنډمهاله خوندیتوب ورکوي چې له وسله والې جګړې او یا هم له چاپیریالي ناورین سره مخ دي.

دا وزارت وايي، په افغانستان کې د جګړو، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي، د زیربناوو د ویجاړېدو، داخلي بې ځایه کېدو او اقتصادي بې ثباتۍ له امله د افغان کډوالو لپاره د موقتي خوندیتوب دریځ پلی کوي.

طالبان پر افغانستان بیا واکمېدو سره ادعا کوي چې په هیواد کې یې امنیت او سوله راوستلي دي، خو د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې دا مهال په افغانستان کې تر ۲۲ زیاتې ترهګرې ډلې شته.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي