• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا او اوکراین ولسمشرانو سره وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وکتل. دا په اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې واشنګټن ته د ولادیمیر زیلینسکي دویم سفر دی.

په دې غونډه کې جوبایډن یو ځل بیا له اوکراین سره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ، چې نړۍ د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین ترڅنګ ولاړه ده.ښاغلي بایډن په دې لیدنه کې چې د پنجشنبې په ورځ وشوه اعلان وکړ، چې اوکراین ته به د امریکا د پوځي مرستو یوه نوې کڅوړه واستول شي.نوموړي وویل، چې په راتلونکې اونۍ کې به لومړنۍ ابرامز ټانکونه اوکراین ته وسپارل شي.ولادیمیر زیلینسکي د اېکس په ټولنیزې شبکه کې لیکلي: "ما د متحده ایالاتو له ولسمشر څخه د هغه د ملاتړ او د نويو پوځي مرستو د کڅوړې مننه وکړه او دا هغه څه دي چې زموږ سرتېري اوس ورته اړتیا لري."ښاغلي زیلینسکي ټینګار وکړ، چې واشنګټن او کییف به د غلو دانو د صادراتو د اسانتیا او د اوکراین د سولې د فورمول لپاره د نړۍوال ملاتړ د زیاتولو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.ولادیمیر زیلینسکي د امریکا د دفاع له وزیر لوید اسټین سره هم په لیدنه کې خبرې اترې کړې دي.اوکراین ویلي، چې ولادیمیر زیلینسکي او لوویډ اسټین د دفاعي ځواکونو لپاره د توپونو سیسټمونو او د اوږد واټنه وسلو چمتو کولو او همدارنګه د اوکراین د هوایي دفاع د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.د اوکراین ولسمشر د امریکا دفاع وزیر ته هم بلنه ورکړه، چې د دفاعي صنایعو په غونډه کې چې ټاکل شوې په کییف کې جوړه شي، ګډون وکړي.ولادیمیر زیلینسکي د ملګرو ملتونو په ۷۸مې عمومي اسمبلۍ کې په خپلې وینا کې وویل، چې پر روسیې باید باور ونه شي.هغه وویل، چې اوکراین به هر هغه څه وکړي چې د روسیې تر برید وروسته به په نړۍ کې هیڅوک په بل هېواد د برید جرائت ونه‌کړي.



















ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي