• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې په پراخو توغندیزو بریدونو سره د اوکراین د انرژۍ تاسیسات په نښه کړل

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۹ GMT+۱

روسیې په وروستیو اونیو کې د خپل تر ټولو لوی توغندیز برید کې په اوکراین کې د انرژۍ پر تاسیساتو ۴۳ کروز توغندي توغولي دي. اوکرایني چارواکو د دغو بریدونو په پایله کې په پنځو سیمو کې د برېښنا د پرې کېدو او د څه باندې ۱۸ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د دغو چارواکو په وینا، دا د اوکراین د برېښنا پر ملي شبکې د روسیې لومړی برید دی چې د دغه هېواد پر پنځو سیمو په تېره بیا په لویدیځ، ختیځ او مرکز کې د برېښنا د پرې کېدو لامل شوی دی.

په کییف کې چارواکو وویل، د روسیې له ۴۳ کروز توغندیو څخه چې په څو هدفونو توغول شوي وو ۳۶ یې ویشتل شوي دي.

د اوکراین د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د یوه توغندي پاتې شوني د اوکرایین د پلازمېنې کییف په مرکز کې غورځېدلي او څو ودانیو ته یې زیان هم اړولی دی.

د کییف چارواکو ویلي، چې په دغو روسي هوايي بریدونو کې د یوې ۹ کلنې نجلۍ په ګډون د ۱۸ کسانو په ټپي کېدو سربېره د روسیې د شپې د ډزو په پایله کې دوه کسان وژل شوي هم دي.

د اپراتور شبکې "اوکراینرګو" اعلان وکړ ، چې دا په تېرو شپږو میاشتو کې د برېښنا پر زیربنا د روسیې لومړی برید دی.

له دې سره د روسیې د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه هېواد برید پوځي صنعتي تاسیساتو او د راډیو استخباراتي تاسیساتو ته زیان رسولی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته په سفر تللی، د روسیې دغه برید یې غندلی دی.

روسیې په ۱۴۰۰ میلادي کال کې د سلواغې له میاشتې راهیسې په لسګونو زره پوځیانو سره پر اوکراین پوځي برید پیل کړ او د ۱۴۰۱ میلادي کال د مرغومې تر میاشتې یې د اوکراین د غلو د صادراتو زیربناوې په نښه کړې.

د روسیې دغو بریدونو اوکراین چې د نړۍ د غلو دانو یو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه دی، د غلې دانې اړتیا لرونکي هېوادونه له ستونزو سره مخامخ کړې دي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې ولسي وګړي هم وژل شوي؛ خو روسیې ویلي، چې دوی یې په قصدي ډول نه دي وژلي.

په همدې حال کې پر اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د دغه هېواد پوځ هم تایید کړې، چې تېره شپه یې د روسیې په ولکه کې د کریمیې په ساکي هوايي اډې برید کړی چې د دغې اډې تجهیزاتو ته یې سخت زیان اړولی دی.

خو د روسیې له ملاتړه برخمنې ادارې مشر ویلي، چې د اوکراین هېڅ توغندی هدف ته نه‌دی رسېدلی.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۵

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي