ایراني پولیسو یو افغان په تهران کې د ۹ نورو افغانانو د سوځولو په تور نیولی دی

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ یو افغان د تهران په جنوب کې نهه تنه نور افغانان سوځولي، چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او د نورو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ یو افغان د تهران په جنوب کې نهه تنه نور افغانان سوځولي، چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او د نورو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د تهران پولیسو د دې کار انګیزه شخصي دښمني بللې ده.
د تهران د جنايي چارو د څارنوالۍ د څلورمې څانګې پلټونکي وويل، چې تورن په پټه يو کور ته ننوتلی او نهه تنه ځوانان يې په داسې حال کې چې ويده وو؛ سوځولي دي.
تورن د تېښتې پر مهال په لاسونو، پښو او مخ سوځېدلی او نیول شوی دی.
د پولیسو په وینا؛ تورن تر نیول کېدو وروسته په خپل جرم اعتراف کړی او د دغه عمل انګیزه یې داسې بیان کړې ده: «زه له افغانستان څخه ایران ته راغلم او کار مې پیل کړ، زه درې ورځې په یو کور کې اوسېدم، خو د کور خاوند له کوره وشړلم."
تورن له خپل کار ځای څخه د خپل ورور د شړلو خبره هم وکړه او ویې ویل: “زما ورور په یوه دوکان کې کار کاوه، چې د جنجال له امله هغه هم له کاره ګوښه شوی”.
هغه وويل چې دغه مسايل د دې لامل شوي، چې د دغو ٩ کسانو پر وړاندې کرکه یې پيدا شي او دغه ډول اقدام وکړي.
د تهران د جنايي چارو چارواکي وايي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي طب ته لېږدول شوي دي.


د اسیا لپاره د نړۍوال خوراکي پروګرام د سیمه ییز مشر وايي، چې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
جان ایلیف په کندز ولایت کې وویل، چې کاري فرصتونه محدود دي او بهرنۍ مرستې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي سرچینه ګرځیدلې ده.
ښاغلي ایلیف د یکشنبې په ورځ (د تلې دویمه) د کندز ښار د خلکو د ژوند د یوې ویډیو په خپرولو سره په افغانستان کې د خلکو د ژوند د سخت وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.
هغه وویل: "خلک د پیرودلو لپاره خورا لږې سرچینې لري، کاري فرصتونه خورا لږ دي، خلکو لا د مخه خپله سپما خلاصه کړې او اکثرو یې خپل ملکیتونه پلورلي دي."
هغه زیاته کړه: "هغه نغدې پیسې چې موږ یې ویشلې دي، دا د دغو فقر ځپلو خلکو لپاره د ژوند د نجات یوه لاره ده او اکثر خلک پرې متکي دي."
ایلیف همداراز د بودیجې د نشتوالي له امله له نړۍوال خوراکي پروګرام څخه د ۸۵ سلنه اړمنو کسانو د ایستلو اعلان وکړ او ویې ویل: «د خوړو نړۍوال پروګرام له بې ساري مالي بحران سره مخامخ دی. موږ سږني ژمي کې د 15 میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لرو."
تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو، چې په افغانستان کې تر شپږ میلیونو ډېر خلک له بېړنۍ لوږې سره مخ دي.
د اسیا لپاره د نړۍوال خوراکي پروګرام سیمه ییز مشر ټینګار وکړ، چې مرستندویه هېوادونه باید د بشري دلایلو له مخې ګام پورته کړي او د افغانستان په راتلونکي کې پانګونه وکړي.

سپینې ماڼۍ په امریکا کې د وسلو د کنټرول په موخه د یوې نوې فیډرالي ادارې د جوړولو اعلان وکړ او د ولسمشر جو بایډن مرستیاله کمیلا هیرس د دغې ادارې د مشرې په توګه وګومارل شوه.
په داسې حال کې چې یو شمېر امریکايي رسنیو امریکا په نړۍ کې د زیاتې وسلې لرونکی هېواد بللی دی، د امریکا ولسمشر جو بایډن د روز ګارډن د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې وسلې په امریکا کې د ماشومانو د وژنې یو له سترو لاملونو څخه دي.
هغه وویل، چې د ترافیکي پېښو، کینسر او نورو وژونکو ناروغیو په نسبت د وسلې د استعمال په اساس د وژنې پېښې زیاتې او د اندېښنې وړ دي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې په روان کال کې د وسلو د کارولو له امله په امریکا کې له ۳۰ زرو څخه زیاتې وژنې شوي دي او دا ارقام د اندېښنې وړ دي.
نوموړي وویل، چې په امریکا کې د وسلو د کنټرول لپاره په موجوده قانون او د تشدد د مخنیوي د پاره یې یوه نوې فیډرالي اداره جوړه کړې، چې مشري به یې د ولسمشر مرستیاله کمیلا هیرس کوي.
د امریکا د قانون له مخې؛ هر وګړی کولی شي، چې له ځانه سره وسله ولري.
په امریکا کې د وسلو د قانوني کارولو او قاچاق په اړه ګڼې اندېښنې موجودې دي، له دې وړاندې بایډن په وار – وار له کانګرس څخه غوښتي، چې د وسلو د کارونې د مخنیوي قانون دې تصویب کړي.
خو په ورته وخت کې دغه قانون ګڼ مخالفین هم لري او هغوی استدلال کوي، چې د قوانینو او بشري نورمونو له مخې هر انسان حق لري، چې له ځانه د دفاع لپاره وسله ولري.

د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پشینیان په یوې تلویزوني وینا کې اعلان کړی، چې که روسیه په قره باغ کې د ارمینیایانو د امنیت په ساتنه کې مرسته نه کوي؛ دوی به د جرمنو د نړۍوالې محکمې سره یو ځای شي.
څو ورځې وړاندې اذربایجان په قره باغ کې پوځي عملیات پیل کړل او اعلان یې وکړ، چې دوی په دغه سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړي دي.
دا هغه سیمه ده، چې د ارمینیایانو او اذربایجان تر منځ پکې تر دې وړاندې دوه ځله نښتې شوي او د روسیې په منځګړیتوب یې اوربند شوی دی.
ارمنستان د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان غړی هېواد دی. دغه سازمان شپږ غړي هېوادونه لري، چې موخه یې د ټولو غړو هېوادونو د امنیت ساتنه ده.
د سازمان له اهدافو یو دا هم دی، که چېرې پر غړیو هېوادونو تېری کېږي، دوی به یې پر وړاندې دریږي او له غړي هېواده به دفاع کوي.
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پشینیان په خپلې تلویزونې وینا کې چې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲مه) خپره شوه، د یاد امنیتي ایتلاف پر ناکامۍ اعتراف وکړ او دغه امنیتي ایتلاف یې یو غیر موثر ایتلاف وباله.
نوموړي وويل، چې د امنیت په هغه بهرني سیستم کې چې د دوی هېواد یې غړیتوب لري د دوی او د ارمنستان د ملي ګټو د ساتلو لپاره غیر موثر دی.
که څه هم د روسیې په منځګړیتوب د دواړو خواو تر منځ موقتي اوربند شوی، خو نیکول پشینیان وايي، چې هېواد یې باید د جرمونو له نړۍوالې محکمې سره یو ځای شي.
هغه زیاته کړه:“دا ځکه چې د جرمونو نړۍواله محکمه زموږ د امنیت تضمین کولی شي”.
پشینیان وايي، چې دا پرېکړه د ګډ امنیتي تړون د سازمان او روسیې فدراسیون پر ضد نه ده.
هغه وویل: “ دا د هېواد د بهرني امنیت د ګټو بحث دی او دا اقدام زموږ د حاکمیت قانوني حق دی”.
د ارمنستان د لومړي وزیر د ګواښ په اړه روسیې تر اوسه څه نه دي ویلي.
اذربایجان او ارمنستان تر دې وړاندې هم د قره باغ سیمې پر سر دوه ځلې جګړه کړې، چې لومړۍ جګړه یې د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۴ کلونو ترمنځ او دویمه جګړه په ۲۰۲۰میلادي کال کې شوې ده.
خو د روسیې په منځګړیتوب د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د څو ځلي اوربندونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ دوام لري.
له درېیم ځل جګړې یوه ورځ وروسته د کرملین د ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف اعلان وکړ، چې د روسیې، اذربایجان او ارمنستان د مشرانو ترمنځ تماسونه نیول شوي دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د استخباراتو وزارت د تهران په ګڼ مېشتو ځایونو کې په یو وخت کې د ۳۰ چاودنو د مخنیوی خبر ورکړ. دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د میزان په دویمه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې قضیه کې د داعش پورې تړلې د یوې «تروریستي شبکې» ۲۸ غړي نیول شوي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې دغه کسان په تهران، البرز او لویدیځ اذربایجان ولایتونو کې په عملیاتو کې نیول شوي دي.
د دغو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د اسلامي جمهوریت ځواکونو "د ترهګرو پر څو مرکزونو او ډله ییزو مرکزونو بریدونه کړي او د یادې ترهګرې شبکې ۲۸ غړي یې نیولي دي."
د دغې اعلامیې له مخې نیول شوي کسان له داعش سره تړاو لري او ځینې یې په سوریه کې له تکفیریانو سره او یا په افغانستان، پاکستان او د عراق په کردستان سیمه کې د حضور لرلو تاریخ لري.
د ایران د استخباراتو وزارت زیاته کړې چې د دغو چاودنو هدف د "امنیتي واک ماتول او د اسلامي جمهوریت یو بې ثباته انځور وړاندې کول" او "په ټولنه کې مایوسي او ویره رامنځته کول او په ورته وخت کې د لاریونونو او بلوا هڅول" وو.
تېر کال د ایران د مذهبي ګزمې ځواکونو له خوا د یوې ایرانۍ کردۍ نجلۍ مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې لاریونونه پیل شول.
د ایران اسلامي جمهوریت د مهسا امیني د مړینې د کلیزې په مناسبت د بیا ځلي مظاهرو د اندیښنو له امله په ټول ایران کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ ومنله چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یې یو پوځي پرون له وسلوالو سره په نښته کې وژل شوی دی. پرون ځینې امنیتي سرچینو ویل چې دې پېښه کې درې پوځیان ټپیان شوي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، پرون یې د وسلوالو پرضد عملیات کول چې له برید سره مخ او یو سرتېری یې ووژل شو.
پوځ د سرتېرو د ټپي کېدو یا د مقابل لوري د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
له بلې خوا پاکستاني طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې ۱۵ پاکستاني سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
تېره میاشت هم پوځ منلې وه چې د سوېلي وزیریستان په اسمان منځ سیمه کې یې شپږ سرتېري له وسلوالو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
په تېرو میاشتو کې په پښتونخوا او بلوچستان په تېره پخوانیو قبایلي سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي او تر ډېره یې مسوولیت پاکستاني طالبان پر غاړه اخلي.