سپینې ماڼۍ په امریکا کې د وسلو د کنټرول په موخه نوې فیډرالي اداره جوړه کړه

سپینې ماڼۍ په امریکا کې د وسلو د کنټرول په موخه د یوې نوې فیډرالي ادارې د جوړولو اعلان وکړ او د ولسمشر جو بایډن مرستیاله کمیلا هیرس د دغې ادارې د مشرې په توګه وګومارل شوه.

سپینې ماڼۍ په امریکا کې د وسلو د کنټرول په موخه د یوې نوې فیډرالي ادارې د جوړولو اعلان وکړ او د ولسمشر جو بایډن مرستیاله کمیلا هیرس د دغې ادارې د مشرې په توګه وګومارل شوه.
په داسې حال کې چې یو شمېر امریکايي رسنیو امریکا په نړۍ کې د زیاتې وسلې لرونکی هېواد بللی دی، د امریکا ولسمشر جو بایډن د روز ګارډن د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې وسلې په امریکا کې د ماشومانو د وژنې یو له سترو لاملونو څخه دي.
هغه وویل، چې د ترافیکي پېښو، کینسر او نورو وژونکو ناروغیو په نسبت د وسلې د استعمال په اساس د وژنې پېښې زیاتې او د اندېښنې وړ دي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې په روان کال کې د وسلو د کارولو له امله په امریکا کې له ۳۰ زرو څخه زیاتې وژنې شوي دي او دا ارقام د اندېښنې وړ دي.
نوموړي وویل، چې په امریکا کې د وسلو د کنټرول لپاره په موجوده قانون او د تشدد د مخنیوي د پاره یې یوه نوې فیډرالي اداره جوړه کړې، چې مشري به یې د ولسمشر مرستیاله کمیلا هیرس کوي.
د امریکا د قانون له مخې؛ هر وګړی کولی شي، چې له ځانه سره وسله ولري.
په امریکا کې د وسلو د قانوني کارولو او قاچاق په اړه ګڼې اندېښنې موجودې دي، له دې وړاندې بایډن په وار – وار له کانګرس څخه غوښتي، چې د وسلو د کارونې د مخنیوي قانون دې تصویب کړي.
خو په ورته وخت کې دغه قانون ګڼ مخالفین هم لري او هغوی استدلال کوي، چې د قوانینو او بشري نورمونو له مخې هر انسان حق لري، چې له ځانه د دفاع لپاره وسله ولري.

د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پشینیان په یوې تلویزوني وینا کې اعلان کړی، چې که روسیه په قره باغ کې د ارمینیایانو د امنیت په ساتنه کې مرسته نه کوي؛ دوی به د جرمنو د نړۍوالې محکمې سره یو ځای شي.
څو ورځې وړاندې اذربایجان په قره باغ کې پوځي عملیات پیل کړل او اعلان یې وکړ، چې دوی په دغه سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړي دي.
دا هغه سیمه ده، چې د ارمینیایانو او اذربایجان تر منځ پکې تر دې وړاندې دوه ځله نښتې شوي او د روسیې په منځګړیتوب یې اوربند شوی دی.
ارمنستان د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان غړی هېواد دی. دغه سازمان شپږ غړي هېوادونه لري، چې موخه یې د ټولو غړو هېوادونو د امنیت ساتنه ده.
د سازمان له اهدافو یو دا هم دی، که چېرې پر غړیو هېوادونو تېری کېږي، دوی به یې پر وړاندې دریږي او له غړي هېواده به دفاع کوي.
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پشینیان په خپلې تلویزونې وینا کې چې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲مه) خپره شوه، د یاد امنیتي ایتلاف پر ناکامۍ اعتراف وکړ او دغه امنیتي ایتلاف یې یو غیر موثر ایتلاف وباله.
نوموړي وويل، چې د امنیت په هغه بهرني سیستم کې چې د دوی هېواد یې غړیتوب لري د دوی او د ارمنستان د ملي ګټو د ساتلو لپاره غیر موثر دی.
که څه هم د روسیې په منځګړیتوب د دواړو خواو تر منځ موقتي اوربند شوی، خو نیکول پشینیان وايي، چې هېواد یې باید د جرمونو له نړۍوالې محکمې سره یو ځای شي.
هغه زیاته کړه:“دا ځکه چې د جرمونو نړۍواله محکمه زموږ د امنیت تضمین کولی شي”.
پشینیان وايي، چې دا پرېکړه د ګډ امنیتي تړون د سازمان او روسیې فدراسیون پر ضد نه ده.
هغه وویل: “ دا د هېواد د بهرني امنیت د ګټو بحث دی او دا اقدام زموږ د حاکمیت قانوني حق دی”.
د ارمنستان د لومړي وزیر د ګواښ په اړه روسیې تر اوسه څه نه دي ویلي.
اذربایجان او ارمنستان تر دې وړاندې هم د قره باغ سیمې پر سر دوه ځلې جګړه کړې، چې لومړۍ جګړه یې د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۴ کلونو ترمنځ او دویمه جګړه په ۲۰۲۰میلادي کال کې شوې ده.
خو د روسیې په منځګړیتوب د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د څو ځلي اوربندونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ دوام لري.
له درېیم ځل جګړې یوه ورځ وروسته د کرملین د ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف اعلان وکړ، چې د روسیې، اذربایجان او ارمنستان د مشرانو ترمنځ تماسونه نیول شوي دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د استخباراتو وزارت د تهران په ګڼ مېشتو ځایونو کې په یو وخت کې د ۳۰ چاودنو د مخنیوی خبر ورکړ. دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د میزان په دویمه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې قضیه کې د داعش پورې تړلې د یوې «تروریستي شبکې» ۲۸ غړي نیول شوي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې دغه کسان په تهران، البرز او لویدیځ اذربایجان ولایتونو کې په عملیاتو کې نیول شوي دي.
د دغو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د اسلامي جمهوریت ځواکونو "د ترهګرو پر څو مرکزونو او ډله ییزو مرکزونو بریدونه کړي او د یادې ترهګرې شبکې ۲۸ غړي یې نیولي دي."
د دغې اعلامیې له مخې نیول شوي کسان له داعش سره تړاو لري او ځینې یې په سوریه کې له تکفیریانو سره او یا په افغانستان، پاکستان او د عراق په کردستان سیمه کې د حضور لرلو تاریخ لري.
د ایران د استخباراتو وزارت زیاته کړې چې د دغو چاودنو هدف د "امنیتي واک ماتول او د اسلامي جمهوریت یو بې ثباته انځور وړاندې کول" او "په ټولنه کې مایوسي او ویره رامنځته کول او په ورته وخت کې د لاریونونو او بلوا هڅول" وو.
تېر کال د ایران د مذهبي ګزمې ځواکونو له خوا د یوې ایرانۍ کردۍ نجلۍ مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې لاریونونه پیل شول.
د ایران اسلامي جمهوریت د مهسا امیني د مړینې د کلیزې په مناسبت د بیا ځلي مظاهرو د اندیښنو له امله په ټول ایران کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ ومنله چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یې یو پوځي پرون له وسلوالو سره په نښته کې وژل شوی دی. پرون ځینې امنیتي سرچینو ویل چې دې پېښه کې درې پوځیان ټپیان شوي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، پرون یې د وسلوالو پرضد عملیات کول چې له برید سره مخ او یو سرتېری یې ووژل شو.
پوځ د سرتېرو د ټپي کېدو یا د مقابل لوري د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
له بلې خوا پاکستاني طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې ۱۵ پاکستاني سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
تېره میاشت هم پوځ منلې وه چې د سوېلي وزیریستان په اسمان منځ سیمه کې یې شپږ سرتېري له وسلوالو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
په تېرو میاشتو کې په پښتونخوا او بلوچستان په تېره پخوانیو قبایلي سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي او تر ډېره یې مسوولیت پاکستاني طالبان پر غاړه اخلي.

په تېرو لسیزو کې په اسیا په تېره د دې لویې وچې په دوو سترو هېوادونو هند او چین کې د اوبو برېښنا تولید خورا سخت کم شوی دی. مالومات ښيي چې د انرژۍ تنظیموونکي د اقلیمي بدلون له امله د بې ثباته شوې برېښنا غوښتنې ته په ځواب ویلو کې پر فوسیلي سونتوکو تکیه کوي.
دا دوه هېوادونه چې د اسیا د تولیدي برېښنا له څلورو درې برخې مصرفوي او هم ډېر ګلتوني یا شین کوریز ګاز خارجوي د اوبو برېښنا د کمښت جبرانولو او د انرژۍ زیاتېدونکې اړتیا پوره کولو لپاره په ډېره کمه اندازه نوېدونکې انرژي کاروي.
وروستیو کلونو کې د بد اقلیمي حالت او د ورښت کمېدو او ګرمي زیاتېدو له امله ډېری اسیايي اقتصادونه د برېښنا له کمښت سره مخ دي.
د برېښنا د غوښتنې زیاتېدو او عرضې کمېدو سره د انرژۍ اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د سکرو په څېر د ککړو سونتوکو ډېر کارولو د دې سونتوکو کمول هم له ننګونو سره مخ کړي دي.
د امبر په نوم د انرژۍ اندیځ یا فکري مرکز وايي، د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې په اسیا کې د اوبو برېښنا تولید ۱۷.۹ سلنه کم شوی او د فوسیلي سونتوکو کارول ۴.۵ سلنه زیات شوي دي.
د ریسټاډ انرژۍ د برېښنا او ګاز مارکېټ مشر کارلوس توریس ډیاز وايي، په اسیا کې د لمري او بادي برېښنا د تولید له خورا زیاتې ودې سره سږ کال د اوبو برېښنا د پراخ کمښت له امله د فوسیلي سونتوکو د انرژۍ بټیو عرضه هم ډېره شوې ده.
د هغه په خبره، "په ټوله سیمه کې د تودوخې سخته او اوږده څپه د دې لامل شوې چې د اوبو زیرمو کچه ټیټه شي او د غوښتنې پوره کولو کې د بریښنا بدیلو سرچینو ته مخ واړول شي."
د ملي احصایې د شننې له مخې د روان کال د اګسټ تر پایه چین کې د اوبو د برېښنا تولید ۱۵.۹ سلنه کم شوی او دا له ۱۹۸۹ کال راهیسې اول ځل دی چې دومره کم تولید لري.
په هند کې د اوبو برېښنا تولید د د روان میلادي کال په ورته موده کې د ۶.۲ سلنه کمېدو سره له ۲۰۱۶ کال راهیسې خورا سخت کمښت دی.
د حکومتي مالوماتو له مخې، د برېښنا تولید کې د دغه هېواد ونډه هم ۹.۲ سلنه کمه شوې ده.
چین د اوبو برېښنا د کمښت پوره کولو لپاره د سږني میلادي کال لومړنیو اتو میاشتو کې له فوسیلي سونتوکو د برېښنا تولید ۶.۱ سلنه او هند هم دا تولید ۱۲.۴ سلنه زیات کړی دی.
مالومات ښيي چې په ورته مهال د نوېدونکې انرژي تولید په چین کې ۲۲ سلنه او په هند کې ۱۸ سلنه ډېر شوی دی.

د امبر او د انرژۍ نړیوال سازمان مالومات ښيي چې د هند او ویتنام په ګډون په نورو اسیایي اقتصادونو لکه په فلیپین او مالیزیا کې هم د اوبو او وچې هوا له امله د اوبو برېښنا تولید کم شوی دی
په ویتنام کې د بریښنا د تولید تر تېر جولای لهلس سلنې ډیر ټیټ او په دغه موده کېله ډبرو سکرو د برېښنا تولید همدومره ډېر شوی دی.
په ځینې حالتو کې د اوبو د ساتلو او د رسولو د بڼې بدلولو له امله هم د بریښنا تولید کم شوی دی.
د انرژۍ او پاکې هوا څېړنیز مرکز مشر شنونکی لوري میلیاورت وايي، د ګرمې څپې په زیاتېدو او د برېښنا د ډېر کارولو په دلیل چینايي چارواکو د بند پر مسوولانو فشار راوستلی چې د اوبو کچه وساتي.
نوموړی وايي، د باد او لمر خلاف په لنډ وخت کې د اوبو برېښنا د کمې یا زیاتې غوښتنې د پوره کولو لپاره دا برېښنا کمولی یا ډېرولی شو او چینايي چارواکو د برېښنا تولید ډېرولو لپاره دا کار کړی دی.
نوموړی وايي، په چین کې د بادي او لمري برېښنا د تولید چټکې ودې سره د اوبو برېښنا هم د انرژۍ په تنظیم کې مهم رول لوبولی شي.
په اسیا کې د بادي او لمري بریښنا تولید د سږني میلادي کال لومړنیو اوو میاشتو کې ۲۱ سلنهډېر شوی او یو کال مخکې چې ۱۱.۵ سلنه و اوس دا ټولیز تولید ۱۳.۵ سلنې ته لوړ شوی دی.
خو د اوبو برېښنا اپوټه د بادي او لمری بریښنا وړاندوینه او کنټرول سخت دی، ځکه د ځایی هوا شرایطو سره توپیر لرياو په شپه کې د هند په شمول نورو هیوادونو کې همد لمر نشتوالی داکمښت زیاتوي.
هند د برېښنا کمښت سره سږ کال د برېښنا تلل یا قطع کول صفر ته رسولي، خو اړ شوی چې پر سکرو د فشار کمولو لپاره ګرانبیه طبیعي ګاز واردولو ته مخه کړي.
د ایما حل په نوم د برېښنايي شننو مرکز مشر ویکتور وانیا وايي، د اوبو برېښنا اصلي ګټه د لمري او بادي انرژۍ ملاتړ دی، خو که دا برېښنا بې باوره شي، نو هند به د اړتیا وړ انرژۍ لپاره د ډبرو سکرو په ګډون پر بدیلو لارو غور وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د قره باغ پر حالت اندېښنه ښودلې او له اذربایجان او ارمنستانه یې غوښتي چې اوربند ټینګ کړي. انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا وکتل.
د ملګرو ملتونو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه، د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیهون بایراموف سره د ښاغلي ګوتریش له کتنې وروسته، راغلي دي: «د ملګرو ملتونو سرمنشي په قره باغ کې د پوځي تاو تریخوالي د وروستي زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه. او د اوربند پر ساتلو يېټینګار وکړ.»
ښاغلي ګوتریش همدا غوښتنه د ارمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ارارت میرزویان سره هم په کتنه کې وکړه.
اذربایجان د روسیې او ترکیې په خبرتیا سره د سې شنبې په ورځ د وږي میاشتې په ۲۸ مه د ناګورنو قره باغ په سیمه کې خپل پوځي عملیات پیل کړل.
په قره باغ کې د بشري حقونو کمېشنر ګغام سټیپانیان ویلي چې په دې سیمه کې د اذربایجان د پوځ د عملیاتو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي او ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
په قره باغ کې د هېواد له برید وروسته د بهرنۍ تګلارې په برخه کې د اذربایجان د ولسمشر سلاکار حکمت حاجي ایف وویل، که په قره باغ کې پوځیان خپلې وسلې پر ځمکه کېږدی، و به بښل شي.
د اذربایجان له برید ۲۴ ساعته وروسته د ناګورنو قره باغ سیمې ارمنیانو د روسیې په منځګړیتوب د اوربند او د اذربایجان د شرط په منلو هوکړه وکړه.
اذربایجان او ارمنستان دواړه د ناګورنو قره باغ د ملکیت ادعا کوي او د شوروي ټلوالې له ړنګیدو راهیسې څو ځلې نښتې پرې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د جمعې په ورځ د وږي ۳۱مه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې پر قره باغ د اذربایجان پر پوځي عملیاتو نیوکه وکړه.
انتوني بلینکن وویل چې امریکا په قره باغ کې د اذربایجان د پوځي عملیاتو مخالفه ده او غواړي چې شخړې دې د سیاسي خبرو له لارې حل شي.
