د کاتولیکې کلیسا مشر له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې هغو کډوالو ته لاس ورکړئ چې ژوند يې ترګواښ لاندې دی.
پاپ ويلي چې له هغوی څخه د ويرې په ځای هغو ته بايد لاس ورکړل شي.
پاپ فرانسیس وویل: «موږ باید هغو کډوالو ته چې په سمندر کې ډوبیږي یوازې د خبرونو یا شمېرو په سترګه ونه ګورو ... دوی د ویجاړ ژوند تصویرونه او مات شوي خوبونه دي.»
پاپ فرانسیس د شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) د فرانسې په مارسیل کې د "هلي کمونین" په مراسمو کې وویل چې هغه پناه غوښتوونکي چې اروپا ته پر لاره په سمندرونو کې د ډوبیدو له ګواښ سره مخ دي باید وژغورل شي. هغه زیاته کړه: «دا د انسانیت دنده ده. دا د مدنيت دنده ده.»
د نړۍ د کاتولیکانو مشر دا هم وویل چې پناه غوښتونکي باید د "بریدګر" په سترګه و نه کتل شي. هغه زیاته کړه هغه کسان چې اروپا ته د رسېدو لپاره په سمندرونو کې خپل ژوند له خطر سره مخ کوي، ښه راغلاست ته اړتیا لري.
پاپ فرانسیس دغه څرګندونې د فرانسې د مارسیل ښار په یوه لوبغالي کې پنځو زرو کسانو ته په خپله وینا کې وکړې.
په دې مراسمو کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ګډون درلود.