• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې:له طالبانو سره خبرې د دې ډلې د پېژندلو په معنا نه دي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي استازې د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره خبرې د دغې ډلې د پېژندلو په معنا نه دي.

رزا اوتونبایوا وویل؛ د دوی هدف دا دی چې طالبان داسې لوري ته بوځي چې له نړۍوالو قوانینو او افغاني کلتور سره سم عمل وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د سې شنبې په ورځ (د میزان ۴مه) په غونډه کې وویل، چې دا خبرې ښيي چې ملګري ملتونه د طالبانو په اړه د پالیسۍ د بدلولو لپاره څومره هڅې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې وايي، افغانستان له نیمې پېړۍ راهیسې په جګړو او شخړو کې بوخت دی او باید ډاډ ترلاسه شي چې د خبرو دروازې پرې نه تړل کېږي.

هغې د افغانانو ترمنځ پر خبرو اترو د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه: "د افغانستان خلک او په ځانګړي ډول مېرمنې باید وکولای شي چې په یوه سوله ییزه ټولنه کې ژوند وکړي."

اوتونبایوا د طالبانو له چارواکو سره د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د اسلامي هېوادونو د استازو د ناستې او خبرو اترو خبر ورکړ.

هغې هیله څرګنده کړه، چې له طالبانو سره به دا ناستې دوام وکړي او نړۍواله ټولنه به له دې ډلې سره تماس ونیسي.

اغلې اوتونبایوا چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشره هم ده، زیاته کړه، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې تعامل باید د اسلامي هېوادونو په منځګړیتوب وشي.

اغلې اوتونبایوا ټینګار وکړ، چې طالبان له کورني مشروعیت پرته نړۍوال مشروعیت نه شي لرلی.

هغې له بندیانو سره د طالبانو د چلند په اړه د یوناما وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډله له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.

ترویج لرونکی

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي
۱

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۲

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴

د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره د «کنټرول وړ همغږۍ» هڅه روانه ده

۵

کمال ناصر اصولي: د نجات څلي ړنګول د سقاوي دورې د فکر ملاتړ کول دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان په کابل کې د اریوب سېنما ودانۍ په کرایه ورکوي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د کابل د باغ بالا سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان پلان لري چې د اریوب سېنما ودانۍ په کرایه ورکړي. د ځايي خلکو په وينا؛ طالبانو پخوا د دې سېنما سيمه د موټرونو په تمځي بدله کړې وه.

د اریوب سېنما د خپلې ځانګړې معمارۍ له امله د افغانستان یو له مشهورو سېنماګانو څخه ده.

اریوب سېنما د باغ بالا په سیمه کې او د کابل ښار د څلورمې ناحیې د انټرکانټیننټل هوټل ته څېرمه موقعیت لري.

هغه عکسونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ښيي، چې د دې سېنما په ودانۍ کې یوه لویه لوحه ځړول شوې ده، چې دا "ودانۍ په کرایې ورکول کیږي" پر لېکل شوي دي.

د دغې سېنما ودانۍ په ۲۰۱۴ کال کې د فرانسې په مالي مرسته رغول شوې وه.

طالبانو د فلمونو او موسیقۍ ننداره «حرام» بللې ده. دغې ډلې د خپل رژیم په لومړی دوره کې د سېنما ارشیف او یو شمېر فلمونه وسوځول.

په تېر کې په کابل ښار کې شاوخوا ١٨ دولتي او شخصي سېنماګانې وې، چې يو شمېر يې د جګړو او بې غورۍ له امله ويجاړې شوې دي.

په تېرو دوو لسیزو کې ځینې سېنماګانې ترمیم شوې دي، چې ډېری یې هندي فلمونه نندارې ته وړاندې کول. د سېنما صنعت ته د کلتوري ودې او پاملرنې سره - سره، د افغانستان سېنما له پرمختګ څخه ووتله.

د 1400 کال په اوړي کې د طالبانو د واکمنۍ سره سېنماګانې په بشپړه توګه وتړل شوې.

په ۱۳۹۹ کال کې پخواني حکومت او کابل ښاروالۍ د فرهنګي فعالانو له مخالفت سره - سره د پارک سېنما چې د افغانستان یو له تاریخي سېنما ګانو څخه وه، ویجاړه کړه.

سور صليب: په افغانستان کې د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، د افغانستان د خلکو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی او په دغه هېواد کې د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ دی. د دغه سازمان په وینا؛ د پاکو اوبو نشتوالی د سختو ناروغیو لامل کېدای شي.

د سره صليب نړۍوالې کمېټې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۴مه) پر اېکس پاڼې يوه ويډيو خپره کړې او ویلي یې دي، چې اوږدې شخړې او اقليمي بدلون د اوبو د کمښت د بحران لامل شوی دی.

د دې ادارې په وینا؛ د افغانانو لپاره د پاکو اوبو د سرچینو موندل ستونزمن دي او د څښاک، پخلي او حفظ الصحې لپاره د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو قطارونو کې ولاړ وي.

په دې ویډیو کې یو افغان دا تاییدوي، چې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

هغه وايي، چې د ځمکې لاندې د اوبو کچه د پام وړ راټيټه شوې او د خلکو ستونزې يې لاپسې زياتې کړي دي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې دغه وضعیت «تریخ» بللی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانانو روغتیا له خطر سره مخامخ ده.

یوه افغان ډاکټر سره صلیب ته ویلي، هغه کسان چې ککړې اوبه کاروي د کولرا په څېر ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.

سره صلیب زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اوبو د کمښت ننګونې ته د رسېدو لپاره کار کوي او د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په کلیوالو او ښاري سیمو کې له ۳۵۰ زرو څخه زیاتو خلکو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر کړی دی.
​

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشره: د افغانو ښځو او نجونو د غږ پورته کولو څخه لاس نه اخلم

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشره وايي، چې د افغان مېرمنو او نجونو په وړاندې د دې سازمان ژمنې «باثباته» دي او د هغوی د غږ پورته کولو مخه به ونه نیسي.

سیما بحوث زیاته کړه، چې نن سې شنبه (د میزان ۴مه) به د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی به هم خپل راپور وړاندې کړي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې په دې غونډه کې به پر کومو موضوعاتو خبرې وشي.

طالبانو په بامیانو کې خلک بندیان کړي او د سید او د پاچا د لور قبرونه یې سپړلي

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۱ GMT+۱

په بامیانو کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې لسګونه طالب جنګیالیو د پنجاب ولسوالۍ په لوېدیځ سیمه کې کلیوال بندیان کړي او د تاریخي اثارو د لټولو لپاره یې په خپلسري ډول د دوو قبرونو کیندل پیل کړي دي.

د سرچینو په وینا؛ طالبانو د «سید» په نوم یو زیارت او د «پاچا د لور» په نوم یو قبر کیندلی.

دې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دوشنبې په ماښام لومړی له ۴۰ تر ۵۰ ناپیژانده وسله وال په څو هایلکس او فرونر موټرو کې دغې سیمې ته ورغلي دي.

د دوی په خبره، دغو کسانو د سیمې اوسېدونکي په جومات کې بند، موبایلونه یې ترې واخیستل او د سیمې ساتونکي یې هم تر څار لاندې ونیول.

زموږ سرچینې زیاتوي، چې دغه کسان د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په اطلاعاتو سره د شپې تر ناوخته پورې د کوتل جمالي سیمه کې د سید او د پاچا د لور په نوم د مقبرو په کیندلو بوخت وو .

ځایي سرچینې وایي، خلکو د پنجاب ولسوالۍ د طالبانو محلي چارواکو ته راپور ورکړ او هغوی سیمې ته خپل پولیس واستول؛ خو د طالبانو د والي عبدالله سرحدي په امر له نیمې لارې بیرته وګرځېدل.

زموږ سرچینو وویل، چې د سې شنبې په ورځ(د میزان په څلورمه) د وسله والو شمېر له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ تنو ته ورسید.

د دوی په خبره؛ د دوی په منځ کې د طالبانو د استخباراتي ادارې استازي هم موجود دي.

ویل کیږي، چې دوی د پرمختللو وسایلو سره سپړنه کوي او ځایي خلکو ته اجازه نه ورکوي چې کیندېځای ته لاړ شي.

د هغو سرچینو په خبرو، چې له افغانستان انټرنشنل سره یې کړي، داسي ښکاري چې دغه کسان د طالبانو له ډلې سره تړاو لري او طالب چارواکي یې له هدفه خبر دي.

100%

د يادو سرچينو په وينا؛ تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغو کسانو د دغو کيندنو په پايله کې څه ترلاسه کړي، خو داسې انګېرل کېږي، چې دوى په «کوتل جمالي» کې د «پاچا د لور» او «سيد مقبرې» په مقبرو کې د تاريخي اثارو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د باميانو ولايت په مرکز کې د بودا د مجسمو او د ضحاک ښار شاوخوا د ناقانونه کيندنو خبرونه خپاره شوي دي.

ځینو سرچینو ویلي، چې د بامیانو لپاره د طالبانو والي عبدالله سرحدي له دغو کیندنو خبر و؛ خو د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات نه دي کړي.

طالبانوپه ۱۳۷۹لمریز کال کې په بامیانو کې د بودا دوه لویې مجسمې له پراخو کورنیو او نړۍوالو اعتراضونو سره سره ونړولې.

د پاکستان لومړی وزیر: له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د مقابلې تمه کول غیرواقع‌بینانه ده

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۱

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ویلي دي، چې له طالبانو څخه د ترهګرو ډلو سره د مبارزې تمه کول "تش خیال او غیر واقعیت" دی. د انوارالحق کاکړ په وینا، د طالبانو ډله په هغه ډول همغږې نه ده، چې حکمونه یې په شفاف او منظم ډول پلي شي.

ښاغلي کاکړ د ترکیې له ټي ار ټي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان په ختیځ، شمال، لوېدیځ او سویل کې ګڼې ډلې لري، خو د افغانستان د تحریک طالبان په نوم عمومي پوښښ لري، چې ځان ته "امارت" وايي او ټول کنټرول یې لاسته راوړی دی.

هغه زیاته کړه، دا سمه نه ده چې ګواکې د دې ډلې له مرکزه د طالبانو حکمونه په ټول هېواد کې په منظم او شفاف ډول پلي کېږي.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر وویل: "موږ د طالبانو په ټولیز جوړښت کې د مختلفو کوچنیو او د نفوذ لرونکو ډلو سره په تعامل کې یو."

هغه وويل، چې طالبان په افغانستان کې د يوې ياغي ډلې په توګه فعاليت کاوه او د لويديځو ځواکونو له وتلو وروسته وتوانيدل چې واک ونيسي.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه، کله چې لویدیځ او ناټو د ډېرو وختونو او منابعو له لګولو وروسته ناکام شول، نو دا تمه چې طالبان به وکولای شي له هغو ننګونو سره مبارزه وکړي چې لویدیځ ورسره په مقابله کې پاتې راغلی، یوه «تش خیال او غیر واقعیت» ده.

هغه وویل، چې طالبانو پخپله اعتراف کړی چې له نورو ډلو سره د مقابلې توان نه لري.

ښاغلي کاکړ وویل، طالبان وخت ته اړتیا لري او هیله لري چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې له ننګونو سره - سره پاکستان د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره تعامل وکړي.

کاکړ زیاته کړه، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دننه د روزنې کمپونه لري او په دې اړه یې له افغان طالبانو سره دا موضوع شریکه کړې ده.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د دغو تازه څرګندونو په اړه افغان طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو حضور رد کړی او ویلي وو، چې پاکستان دې په خپله خاوره کې دننه د وسلوالو پرضد ګامونه واخلي.