• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په پنځوس اوریز نړۍوال جام کې د ګډون په موخه هندوستان ته ولاړه

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۰ GMT+۱

د هندوستان په کوربه‌توب په راتلونکي نړۍوال جام کې د ګډون په موخه د کرېکټ ملي لوبډله تېره شپه هند ته روانه شوه. د افغانستان کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه لیکلي، لوبډلې يې لس ورځې په ابوظبي کې په نړۍوال جام کې د لوبو ترسره کولو تمریناتي کمپ ترسره کړ.

د کرېکټ بورډ ادارې په همدې تړاو د افغان لوبډلې د مخه ښې یوه ناسته هم را بللي وه او د کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف له قوله يي لیکلي، «افغان ملت له تاسو ډېرې تمې لري، او هیله ده په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ ور وبخښئ.»

د افغان ملي لوبډله تر رسمي لوبو وړاندې راتلونکې جمعه د سېپټمبر په ۲۹مه نېټه خپله لومړۍ تمریناتي سیالي د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کوي.

افغانستان د هند په ک‍وربه‌توب په پنځوس اوریز نړۍوال جام ک‍ې خپله لومړنۍ لوبه د بنګله دېش په وړاندې د اوکټوبر پر ۷مه د هند په درمشالا لوبغالي کې ترسره کوي.

ور پسې لوبې يې له هند، انګلېنډ، نیوزیلانډ، پاکستان او سریلانکا سره دي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۳

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۴

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۵

شاه محمود میاخېل: د راتلونکي نظام د مشروعیت لپاره «واقعي لویه جرګه» د حل لار ده