• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مسکو فارمټ ناسته کې پر ټولګډي حکومت جوړولو او انساني حقونو په رعایت ټینګار وشو

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د سیمه ییزو هېوادونو استازو د مسکو فارمټ غونډه کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه او د ټولګډي یا همه شمول حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ. دې استازو په افغانستان کې د بشري حقونو خلاف ورزۍ ته په اشاره له طالبانو وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ووايي.

په دې ناسته کې د چین استازي وویل، افغانستان کې د سولې کیلي د ټولګډي حکومت جوړولو او د ښځو د حقونو په خوندیتوب کې ده.

یو شیایویونګ زیاته کړه چې د افغانستان ګاونډیان د دغه هېواد د حالت ښه کولو کوشش کوي.

نوموړي د افغانستان د اوسني حالت پړه پر امریکا واچوله او زیاته یې کړه چې بېجینګ هڅه کوي د افغانانو اقتصادي حالت ښه شي.

نوموړي د غونډې له ګډونوالو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د حالت ښه کولو هڅه وکړي.

هغه ترهګري او نشه يي توکي د افغانستان بله ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې طالبانو د داعش ختمولو لپاره هڅه کړې خو پوره نه ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان استازي اصف دراني وویل، چې د انساني او ښځو حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب نه دی ویل شوی.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان له دریو دوه برخې خلک د ژوندي پاتېدو لپاره بشري مرستو پورې تړلي دي.

نوموړي وویل، د خپلو ګټو لپاره باید د افغانستان خلک یرغمل نه شي او زیاته یې کړه، تېرو دوو کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغانانو لپاره څه کړي دي.

د هغه په خبره، د سیمې هېوادونه باید د افغانستان په هکله کارند او مثبت رول ولري.

د افغانستان په هکله د مسکو فارمټ غونډه نن د سپټمبر پر ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې وشوه.

ډېر لیدل شوي

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده
۱

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

سر له سبا څخه په ټوله پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او اېستلو نوی پړاو پیلېږي

۴

قیوم کوچی: له مولوي هبت الله سره د لیدنې وړاندیز مې ځکه رد کړ چې یوازې هغه باید غږیدلی وای

۵

کندوز کې د سرو زرو کانونو د خپلسري استخراج پر ضد اعتراض شوی