• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیرخان متقي د مسکو غونډه کې: د سیمې هېوادونه له طالبانو سره په تعامل کې مخکښ دي

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فرمټ غونډه کې وویل چې د سیمې هېوادونه له دغې ډلې سره په تعامل کې مخکښ دي. امیرخان متقي زیاته کړه، طالبان په تېرو دوو کلونو کې د سیمې له هېوادونو سره د سیاسی او ډیپلوماټیکو اړیکو شاهدان دي. هغه دغه تعامل «د افغانستان نوی ډیپلوماتیک فصل» وباله.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ د ـ مېزان ۷ مه ـ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د «میلمه» په توګه ګډون کړی و.

د دې غونډې لومړی ویناوال د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې په کابل کې د چین د سفیر ګمارنې ته په اشارې سره وویل: «چین د اسلامي امارت له تشریفاتو سره افغانستان ته خپل سفیر معرفي کړ. موږ تمه لرو چې د چین دا اقدام به د نورو هیوادونو لپاره یوه بیلګه وي.»

امیرخان متقي ادعا وکړه چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په ټول افغانستان کې د داعش پټنځي له منځه وړي دي.

هغه دا ادعا هم وکړه، چې طالبانو د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې د امنیت پر وړاندې د یوې "سترې دسیسې" وروستۍ هڅه هم شنډه کړې ده.

دغه طالب چارواکی وايي، دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې په ټولو غونډو کې د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې نړۍ، سیمې او په تېره بیا ګاونډیانو ته له افغانستانه کوم ګواښ نه دی متوجه.

په دې غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون کړی دی.

دې غونډې ته د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازي هم د څارونکو په توګه بلل شوي دي.

په دې ناسته کې د سیمې د هېوادونو استازو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او بشري حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ.

تر دې مخکې د افغانستان د ژغورنې ملي شورا په دې غونډه کې د طالبانو د «یو اړخیز» حضور په وړاندې خبرداری ورکړی و.

دغې شورا په یوه بیان کې په دې غونډه کې د «افغانستان د مسئلې په اړه د هر چا د حضور» غوښتنه وکړه.

بل خوا په افغانستان کې د روسیې استازی ضمیر کابلوف وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له طالبانو سره د لیدو نیت نه لري.

د افغانستان لپاره د روسیې استازي زیاته کړه: "د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو په غونډه کې د طالبانو پلاوي ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې، بلکې ما بلنه ورکړې وه."

د مسکو له غونډې یوه ورځ مخکې ښاغلي کابلوف له ار ټي وي سره په مرکه کې څرګنده کړه: «له همدې کبله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د هغو مېلمنو پر وړاندې هېڅ مکلفیت نه ‎لري چې ما بللي دي.»

ډېر لیدل شوي

فضلي: طالبان له امریکا هغه څه غواړي چې غني پرې په ۲۰۱۷ کې هوکړه کړې وه
۱

فضلي: طالبان له امریکا هغه څه غواړي چې غني پرې په ۲۰۱۷ کې هوکړه کړې وه

۲

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په بیشکک کې د طالبانو د استازي له شتون پرته پیل شوه

۳

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ یوه نه‌هېرېدونکې سزا؛ زرمینه د ۳۰زره کسانو پر وړاندې ووژل شوه

۴

امیر خان متقي: طالبان له امریکا سره د اړیکو عادي کېدل غواړي

۵

د تورخم لارې بندښت؛ په پاکستان کې د چایو پر سوداګرۍ اغېز کړی