طالبانو د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د یوې مرستندویه موسسې ۵ کارکوونکي خوشي کړل

AP ۱۴۰۲ تله ۷

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د ای اې اېم مرستندویه ادارې پنځه نارینه کارکوونکي چې د وږي میاشتې په نیمايي کې نیولي وو، خوشي کړي دي.

سرچینې تایید کړې، چې د دې ادارې د شپږو ښځینه کارکوونکو په ګډون ۱۳ نور کسان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د سرچينو په وینا،طالبانو له دغو پنځو کسانو څخه يو يې لس ورځې وړاندې خوشی کړى و.

د ای اې اېم موسسې ویلي و، چې طالبانو یو ځل د یوه بهرني وګړي په ګډون د دې موسسې درې کارکوونکي د غور ولایت په دفتر کې د وږي میاشتې په ۱۲مه ونیول او بیا یې د همدې میاشتې په ۲۲مه ۱۵ تنه نور کارکوونکي هم ونیول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه څلور کارکوونکي د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ٦مه) د طالبانو له بند څخه خوشي شوي او يو يې لس ورځې وړاندې خوشی شوى دى.

د طالبانو د سرچینو د څرګندونو له مخې، د دغې مرستندویه موسسې ۱۳ کارکوونکي لا هم په بند کې دي.

په دغو بندي کسانو کې د یوې بهرنۍ په شمول، شپږ یې کارکوونکې دي.

په غور کې د طالبانو د والي ویاند ویلي و، چې دغې ډلې د دې ادارې کارکوونکي د «مسیحیت د خپراوي» په تور نیولي دي.

خو سرچينې وايي، چې د طالبانو ځايي چارواکو پر دغې موسسې فشار راوړى و، چې په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د مرستو رسولو لړۍ ودروي او د غور ولايت نورو ولسواليو ته هم خپل فعاليتونه وغځوي، خو وروسته له هغه چې دغې ادارې د طالبانو غوښتنه ونه منله، د دې موسسې کارکوونکي يې ونيول.

د ای اې اېم موسسې خپله ویبپاڼه کې لیکلي، د سترګو پاملرنې، د ټولنې پراختیا، روغتیا او تعلیمي پروژو کې فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو