د سپټمبر په ۲۹مه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د (سپټمبر په ۲۸ مه) ماښام مهال د ژوب په سمبازه سیمه کې د افغانستان له لوري د پاکستان د سرحدي عسکرو په یوې پوستې توغنديز برید شوی دی.
د ای اېس پي ار په وینا، د دغه برید له امله څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې برید د پاکستاني طالبانو تحریک له لوري له افغانستانه شوی دی.
د ای اېس پي ار په خبره، د پاکستاني سرتېرو په ځوابي ډزو کې بیا درې وسلهوال وژل شوي دي.
له دې سره د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان سره په پوله نور سخت امنیتي ګامونه هم اخیستي دي.
لاتراوسه په کابل کې طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.