• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسکو غونډه افغانستان کې د ټولګډونه حکومت او د ښځو د حقونو د تامین پر غوښتنه پای ته ورسېده

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۲ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۴ GMT+۱

د مسکو غونډه د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د یوه ټولګډي یا همه شمول حکومت پر جوړولو او د ښځو د حقونو پر تامین په ټینګار سره پای ته ورسېده. د غونډې ګډونوالو د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو او کار د حقونو پر تامین، د جنسیتي برابرۍ او په واک کې د قومونو پر ونډه ټینګار وکړ.

د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ (د تلې په۷ مه) د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه او وروستۍ اعلامیه یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته وړاندې شوه.

په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مېلمه په توګه بلل شوی و.

د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې راغلي، چې د غونډې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

دوی له طالبانو وغوښتل، چې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او پرې نږدي چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.

د دغې غونډې په اعلاميه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د سیمې له هېوادونو سره دې د ترهګریزو ګواښونو او نشه یې توکو د قاچاق د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

په دې ناسته کې د ټولو هېوادونو استازو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د یوه جامع حکومت په جوړولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی، داسې حکومت چې په دې هېواد کې د ټولو قومي-سیاسي ډلو ګټې منعکس کړي.

همداراز دوی له طالبانو وغوښتل چې د سولې بهیر د بشپړولو او په افغانستان کې د یو متوازن، ټول شموله او حساب ورکوونکي حکومت د رامنځته کولو لپاره د قومي او سیاسي ډلو له استازو سره خبرې وکړي.

د دغې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې راغلي: «موږ له اوسنيو افغان چارواکو وغوښتل، چې د افغانانو د ژوند د کچې د لوړولو، د لا زيات مهاجرت د مخنيوي او د مهاجرينو د راستنېدو لپاره لازم شرايط رامنځته کړي.»

ګډونوالو په افغانستان کې د خلکو اساسي حقونو او ازادیو ته د درناوي غوښتنه وکړه.

هغوی وویل، «موږ د ښځو پر کار او د نجونو د زدکړو د بندیز په اړه پر اندېښنو تمرکز وکړ او له افغان چارواکو مو وغوښتل چې په ښوونځیو کې د نړبوالو معیارونو سره سم عصري زدکړو ته وده ورکړي.»

دوی همدا راز امریکا د افغانستان د روان وضعیت مسووله وبلله او ویې ویل، چې واشنګټڼ باید له جګړې وروسته د دغه هېواد د بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت وپېژني او د افغانستان شتمنۍ دې ژر تر ژره ازادې کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د سویس څارنوالي: د ازبکستان د پخواني ولسمشر لور «یوه لویه جنايي شبکه اداره کوله»

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د سویس څارنوالۍ د ازبکستان د پخواني ولسمشر لور ګلنارا کریموا د یوې نړیوالې جنایي شبکې په اداره کولو تورنه کړې او ویلي یې دي، چې د هغې ۸۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت شتمني یې ضبط کړې ده.

کریموا له ۱۳۹۲لمریز کال راهیسې په ازبکستان کې د اختلاس په جرم زنداني ده.

مېرمن کریموا په ازبکستان کې لوړ مقام درلود او د اسلام کریموف د لور په توګه یې په دغه هېواد کې ډېر نفوذ درلود.

د راپورونو له مخې، هغې د زیوراتو فابریکه درلوده، یو تلویزیوني چینل یې اداره کاوه او د ګوګوشا په نوم یې پاپ سندرې خپرولې.

کریموا د ازبکستان د مخابراتو سکتور ته د لاسرسي په بدل کې د بډو اخیستو او د سویس بانکي حسابونو او په نورو هیوادونو کې د حسابونو د یوې پیچلې شبکې له لارې په پیسو سپینولو تورنه ده.

هغې د مخابراتي شرکتونو قراردادونو کې د بډو اخیستو تور رد کړی.

په راپور کې ویل شوي، چې د هغې سازمان د «دفتر» په توګه پر درغلیو سربیره، په ښکاره توګه په خپلو عملیاتو کې له تاوتریخوالي او ډار څخه کار اخیستی.

تېره میاشت د بریتانیا حکومت د کریموا درې لوکس ملکیتونه چې له شل میلیونو پونډو څخه زیات ارزښت لري ضبط کړل.

په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې د ازبکستان د سفیرې په توګه کریموا ډیپلوماتیک مصونیت درلود، خو دا معافیت په ۱۳۹۱ لمریز کال کې لغوه شو او سویس وکړای شول چې د هغې د مالي چارو په اړه د خپلو تحقیقاتو ساحه پراخه کړي.

په سویډن، فرانسې، ناروې، هالنډ، امریکا او بریتانیا کې هم د کریموا تر کنټرول لاندې ادارې په هکله جنایي تحقیق کېږي.

د افغانستان د پخواني پاچا زوی شهزاده میرویس ظاهر ومړ

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۳ GMT+۱

د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه زوی، میرویس ظاهر د جمعې په ورځ د تلې په ۷ مه نېټه په کابل کې ومړ. د راپورونو له مخې شهزاده میرویس په ۱۳۸۱ لمریز کال کې افغانستان ته له ستنېدو وروسته په کابل کې اوسېده.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي کرزي په اېکس ټولنیزه شبکه کې د افغانستان د پخواني پاچا د زوی مړینه یوه «لویه ضایعه» بللې او ویلي یې دي، چې هغه یو هېوادپال، متقي او پرهېزګار شخصیت و.

د راپورونو له مخې شهزاده میرویس په ۱۳۵۲لمریز کال کې د محمد داوود خان په مشرۍ له کودتا وروسته له افغانستانه وتلی او په ۱۳۸۱لمریز کال کې د افغانستان له پخواني شاه سره هېواد ته راستون شو.

د هغه د ژوند او د مړینې د علت په اړه نور جزیات نشته.

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه بل زوی محمد نادر ظاهر په ایټالیا کې وفات او هلته خاورو ته وسپارل شو.

ملګري ملتونه: نږدې یو لک ۲۰ زره کسان له قره باغ څخه ارمنستان ته داخل شوي دي

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ یوه چارواکي ویلي، تر ۸۸ زره ډېر کسان له قره باغ څخه ارمنستان ته تللي، چې ټول ټال شمېر یې یو لک شل زرو ته رسېږي. د نړبوالو قوانینو له مخې قره باغ د اذربایجان جمهوریت یوه برخه ده، چې شاوخوا ۱۲۰ زره ارمنیان پکې ژوند کوي.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ له کړکېچ وروسته ویل کېږي، چې ارمنستان ته د ارمنانو تګ زیات شوی دی.

هغه وویل، «په دې وضعیت کې اکثراً هغه کورنې شاملې دي چې کمزوري ماشومان لري.»
هغې زیاته کړه، فکر یې کاوه چې د خلکو وتل اوږه پروسه ده، خو دا اونۍ ډېره چټکه تر سره شوه او له امله یې ډېر خلک سرګردان شول.

په ارمنستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې، کویټا بلاني وویل، په ارمنستان کې د نوم لیکنې په مرکزونو کې د « ستړي او وېرېدونکي» خلک راټول شوي دي.

هغې وویل دا یو داسې حالت دی چې دوی «نهه میاشتې کلابند ژوند تېر کړی او کله چې دلته راشي، نو له اضطرابه ډک وي، وېره لري او ځوابونه غواړي.»

د ملګرو ملتونو یوه بل چارواکي ویلي، چې په دې کډوالو کې یو پر دریمه برخه ماشومان دي.

د یونیسف سیمه ییز مدېر رجینا دي دومینیسیس وویل، «زموږ اصلي اندیښنه داده چې ډېری کډوال له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي.»

د سور صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون استازي هیچام دیاب هم وویل، چې د کډوالو لپاره د رواني روغتیا ملاتړ ته ډیره اړتیا ده.

احمد مسعود: د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره غلچکو بریدونو ته زور ورکوو

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې نه دي شوې. هغه ژمنه وکړه چې د خبرو اترو مېز ته د دې ډلې د راوستلو لپاره به "غلچکي بریدونه" ډېر کړي. ښاغلي مسعود وویل چې د دغې جبهې د ځواکونو شمېر له ۱۲۰۰ څخه دوه زرو ته لوړ شوی دی.

احمد مسعود د پنجشنبې په ماښام (۶ میزان) په پاریس کې د یوه نوي کتاب په مخکتنه کې وویل چې د طالبانو لپاره د مشروعیت د ترلاسه کولو یوازینۍ لار د ټاکنو ترسره کول دي. خو د ښاغلي مسعود په وینا داسې تمه نه کېږي چې اوس دې داسې څه وشي.

د مقاومت جبهې مشر وویل: طالبان له هر ډول خبرواترو ډډه کوي او له نړۍ او د افغانستان له خلکو غواړي چې هغوی د یوازیني انتخاب په توګه ومني، په داسې حال کې چې داسې نه ده.

د مقاومت د جبهې مشر طالبان په بشپړ ډول مجهز وبلل او ویې ویل چې د دې جبهې ځواکونه مجبور شول چې خپل جنګي تکتیکونه بدل کړي.

مسعود وویل: "موږ تیر کال یوه ډیره عملي تګلاره غوره کړه او هغه گوریلا جګړه ده. له همدې امله موږ لږ لیدل کیږو، مګر موږ ډیر اغیز لرو."

د مقاومت د جبهې مشر زیاته کړه چې له ځواکونو سره یې هیڅ ډول پوځي مرسته نه کیږي او په شته وسلو تکیه کوي. هغه وویل چې دوی مهماتو ته اړتیا لري.

د مقاومت د جبهې دغه ۳۴ کلن مشر وویل: دا بس ده چې د طالبانو لپاره دیو سرخوږی اوسو، نه دا چې هغوی را وپرځوو او یا دومره کړاو ورکړو چې هغوی رښتیني او بامعنا خبرو ته حاضر شي. نو دا هغه څه دي چې نړۍ باید پوه شي."

افغانستان ته د ستنیدو وړاندیز ردول

د رویټرز په وینا، مسعود د طالبانو د پلان د یوې برخې په توګه د پخوانیو چارواکو د ستنېدو په څېر هر ډول وړاندیز رد کړ.

هغه وويل: "هغو کسانو چې افغانستان پرېښود د يو کور او موټر نه زيات څه لپاره یې پرېښودل. هغوی دا هرڅه د سترو موخو لپاره پرېښودل، د ځينو اصولو لپاره يې پرېښودل."

خو ښاغلي مسعود وویل که طالبان اعلان وکړي چې دوی به ټاکنې ومني نو دوی به ستون شي "ځکه دا هغه څه دي چې موږ یې غواړو".

د زاهدان د خونړۍ جمعې تلین؛ راپورونه وايي امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړې دي

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۷ GMT+۱

راپورونه وایی په زاهدان کې د «خونړۍ جمعې» د لومړي تلین په درشل کې د اسلامی جمهوریت امنیتی ځواکونو د دغه ښار په واټونو کې پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې. د حال وش ویبپاڼې د راپور له مخې، د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه مظاهره کوونکي ټپیان شوي دي.

د زاهدان مکي جومات هغه انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي ښيي چې خلک د اسلامي جمهوریت له امنیتي ځواکونو یو شمېر ټپي شوي کسان پناه کوي.

حالوش ویبپاڼې مخکې راپور ورکړی و، چې امنیتي ځواکونو مکي مسجد ته تلونکې ټولې لارې او کوڅې تړلې دي.

د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ د تلې په اوومه د سیستان او بلوچستان په زاهدان، خاش، راسک او تفتان ښارونو کې مظاهره چیان واټونو ته راووتل او د اسلامي جمهوریت پرضد یې شعارونه ورکړل.

د زاهدان ښار خلکو د جمعې له لمانځه وروسته د خونړۍ جمعې له تلین یوه ورځ مخکې سړکونو ته پّه وتلو سره د «موږ بسیجي، سپاهي، داعش تاسو یاست» شعارونه ورکړل.

له زاهدان څخه خپرې شوې ویډیوګانې او راپورونه ښيي چې امنیتي ځواکونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر ښاریانو ډزې کوي او مظاهره کوونکي د پولیسو مخې ته ولاړ دي.

د مکي جومات امام مولوي عبدالحمید اسماعیلزهي د جمعې د لمانځه په خطبه کې د زاهدان د خونړۍ جمعې د تلین په مناسبت وویل، چې دغه ډول پراخ قتل عام توکمیزو او مذهبي اقلیتونو ته د اسلامي جمهوریت د تعصبي نظر پایله ده.

د مولوي عبدالحمید د جمعې د لمانځه خطبه د زاهدان د قتل عام له لومړۍ تلین یوه ورځ مخکې وه.