پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۲ تله ۹

پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په څنډو کې د تلاشۍ عملیاتو کې ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.

پاکستاني رسنیو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ادارې له قوله ویلي، چې ۴۰۰ هغه کسان چې د اوسېدو کارتونه یې درلودل، خوشې شوي او ۳۷۵ نور به له دې امله واېستل شي، چې اسناد نه لري.

د پاکستان خبري سرچېنو راپور ورکړی چې دغه عملیات د بهارا کهو، ترنول، مهرابادیان، ګلره او شمس کالونۍ په سیمو کې شوي دي.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد کابینې د یو نیم میلیون کډوالو د ایستلو پلان تصویب کړی چې د اوسېدو اجازه نه لري.

د دغه پلان تصویب په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په منځ کې پراخې اندېښنې راپارولې دي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د سیمې هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته د افغانانو د مهاجرت یوه لویه څپه پیل شوه.

دغه مهاجرت مختلف عوامل درلودل. د پخوانیو دولتي کارکوونکو، د بشري حقونو د فعالانو او د دې ډلې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستنې وېره، د نجونو پر زده کړو بندیز او د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ ډېروالی د دغه مهاجرت اصلي لاملونه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو