تېرې نهه میاشتې؛ پاکستان کې د چاودنو او بریدونو له امله ۷۰۰ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۲ تله ۹

د پاکستان امنیتي مطالعاتو څیړنیز مرکز د راپور له مخې چې پرون شنبه د (تلې۸مه) خپور شوی، راغلي چې د روان ۲۰۲۳ کال په تېرو نهو میاشتو کې د دې هیواد په بېلابیلو برخو کې څه باندې ۷۰۰ کسان د «ترهګرۍ» په پيښو کې وژل شوي.

د امنیتي مطالعاتو څېړنیز مرکز په دغه راپور کې چې مرکز یې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې دی ویل شوي چې د تېر کال په پرتله په دغه هیواد کې «ترهګریز بریدونه» ۱۹سلنه ډیر شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې دا بریدونه په ځانګړي ډول د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ولایتونو کې ډیر شوي چې د افغانستان سره «ګډه پوله» لري.

پاکستاني چارواکيدعوه کوي چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پيڅه د پاسه۴ زره غړي په افغانستان کې مېشت دي او پر پاکستان له پورې بریدونه پلانوي او بیا يې په پاکستان کې ترسره کوي، خو طالبانو تل داسې تورونه رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو