پنجاب کې د سترګو پر ساري ناروغۍ له لس زرو ډېر کسان اخته شوي

AP ۱۴۰۲ تله ۹

د پاکستان په پنجاب کې روغتیايي چارواکي وايي، په دغه صوبه کې د سترګو په ساري ناروغۍ لس زره نور کسان اخته شوي دي.

روغتیايي چارواکو د شنبې په ورځ ویلي، د پنجاب په ۳۶ ضلعو یا ولسوالیو کې دې ناروغۍ تر څلور لکو کسان نیولي دي.

په ورته مهال دوی دا ناروغي ډېره اندېښمنوونکې نه بولي او زیاتوي چې له اتو تر لسو ورځو په دې ناروغۍ اخته کسان پخپله جوړېږي.

روغتیايي چارواکي د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي او د ناروغانو د ژر جوړتیا لپاره سپارښتنه کوي چې سترګې په پاکو اوبو ومینځي، د لمر له سختو وړانګو او ګرد یې وساتي.

نور خبرونه

رادیو