• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین ته د پوځي مرستو مخالف نوماند په سلواکیا کې ټاکنې وګټلې

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۴ GMT+۱

د سلواکیا پخوانی لومړی وزیر رابرټ فیکو د دغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې. هغه اوکراین ته د خپل هېواد د پوځي مرستو مخالف دی او ویلي یې دي چې دا بهیر به ودروي.

د ښاغلي فیکو په مشرۍ کیڼ اړخي سوسیال دیموکرات ګوند په دې بریالی شو چې ۲۴ سلنه رایې خپلې کړي او له لیبرال ګوند څخه چې ۱۷ سلنه رایې یې ترلاسه کړې، مخکې شو.

د شنبې په ورځ (د تلې۸ مه) د سلواکیا په ټاکنو کې ۹۸ سلنه رایې شمېرل شوې وې.

په ټاکنو کې له بریا سره سره د رابرټ فیکو په مشرۍ سوسیال دیموکرات ګوند اړ دی چې د حکومت جوړولو لپاره د ځینو نورو ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړي.

د سلواکیا اوسنی حکومت چې د ناټو غړی دی، له اوکراین څخه يې پراخ پوځي ملاتړ کړی، خو رابرټ فیکو د مسکو ملاتړی او کییف ته د مرستو ورکړې مخالف دی.

ښاغلي فیکو د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې که ټاکنې وګټي نو پر اوکراین به پوځي مرستې بندې کړي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي