• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د روغتیا وزارت چارواکي: شاوخوا ۱۴ سلنه ایرانیان تنباکو کاروي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال د زړه د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې په ایران کې له ۱۴ سلنې څخه زیات خلک تنباکو کاروي. هغه وويل چې، په دې شمېر کې دوه سلنه میرمنې د تنباکو کاروونکې دي.

د ایران عامې روغتیا وزارت مرستیال حسین فرشیدي د تلې په ۸ مه په یوه خبري غونډه کې د تنباکو د نه کارولو پر اړتیا ټینګار وکړ او په دغه هېواد کې یې د زړه ناروغیو لوړ لګښت ته اشاره وکړه.

له دې وړاندې د ایران د شهید بهشتي د طبي علومو د پوهنتون د تنباکو د مخنیوي او کنټرول د څېړنو مرکز مشر ویلي و، که د سیګرټو او قیلون کارول هم د تنباکو د مصرف په نوملړ کې راشي، نو بیا له ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې ښځینه او نارینه تنباکوکاروي.

هغه وویل شمیرې ښیي چې د نړۍ د هیوادونو په کچه ایران په منځني او د ګاونډیو هیوادونو منځنۍ ختیځ په کچه د نوملړ په سر کې راځي .

سربېره پردې هغه یادونه وکړه چې په ایران کې د سیګرټ څکولو عمر له ۱۳څخه ۱۵ کلونو ته راټیټ شوی دی.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي
۱

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړونې څه باندې ۴زره پېښې ثبت شوې دي

۲

امسو: د طالبانو فشارونو د افغان خبریالانو خپلواکي او د انځوریز ژورنالېزم ازادي محدوده کړې

۳

له پاکستان سره اړیکه؛ اب حیات که د زهرو جام؟

۴

جواد ظریف: په کابل کې د ایران سفیر د قدس ځواک غړی دی

۵

د طالبانو ستره محکمه: د انګور باغ د ځمکې قضیه د «حق‌دارو کسانو» په ګټه فیصله شوې