د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونه: شاوخوا ۴۰۰۰ کانټینره په کراچۍ بندر کې اېسار شوي دي

د دغې خونې مشر خانجان الکوزی وايي، دغه کانټینرونه د (ابتا) تړون خلاف چې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شوی د هغه هېواد د ګمرک لهخوا ستنول شوي، چې ښايي هره ورځ پر دغو سوداګریزو توکو یو مېلیون ډالره ډیمرېچ یا مالیه هم وضعه شي.