• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ کې د کانګو تبې له امله دویمه مړینه هم ثبت شوه

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۱ GMT+۰

سرچینې وایي، یو بل ناروغ چې په کانګو تبه اخته و د چهارشنبې په ورځ په یوه شخصي روغتون کې ومړ. له دې سره، له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کانګو تبې له امله د مړو شویو شمېر دوو تنو ته لوړ شو.

د راپورونو له مخې، دغه مړینې د اغا خان په روغتون کې راپور شوې دي.

د دغه روغتون یوه چارواکي شبیر عالم ویلي:« په ټوله کې د هغو ناروغانو شمېر چې شکمن او یا هم ټیسټونه یې مثبت ختلي، ۱۶ تنو ته رسېږي.»

هغه زیاته کړه:« دوه ناروغان چې د یوه د ازموینې ټیسټ منفي ختلی او بل چې له دغې ناروغۍ رغېدلی، دواړه رخصت شوي دي.»

د کانګو تبې له امله مړ شوی کس ۳۵ کلن و، چې میر واعظ نومېده او د پشین اوسېدونکی و.

د روغتیا ریاست د رسنیو همغږي کوونکي ډاکټر وسیم بېګ وویل:« په کانګو ناروغۍ د اخته شويو دوه ډاکټرانو او یوې روغتیا پالې روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.»

د کانګو تبې په اړه د بلوچستان د روغتیا څانګې شمېرې ښیي، چې په تېرو دوو کلونو کې په صوبه کې د دغې ناروغۍ او مړینې د پام وړ لوړې شمېرې لیدل شوي، تېر کال ۲۱ مړینې ثبت شوې وې او سږکال تر دې دمه ۲۰ مړینې ثبت شوي.

يوه روغتيايي چارواکي رسنیو ته ویلي:«په روغتون کې د بستر شويو ډاکټرانو او نورو روغتيايي کارکوونکو د ژوند د ژغورلو هڅې روانې دي.»

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۵

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي