• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امريکا استازي د کابل په لوېديځ کې د خونړيو بريدونو د بشپړې څېړنې ملاتړ وکړ

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۶ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا استازي ټام ویسټ د چهارشنبې په ورځ په دشت برچي کې د خونړیو بریدونو د څېړلو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي د غوښتنې ملاتړ وکړ.

ویسټ په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه برید په اړه باید «بشپړې څېړنې» وشي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ د لړم په ۱۷مه وویل چې، د دشت برچي د بریدونو د عاملینو د پېژندلو او د هغوی د حساب ورکولو لپاره باید هر اړخیزه او شفافه څېړنه وشي.

نوموړي دغه بریدونه «وحشتناک» وبلل.

ټام ویسټ په اېکس پاڼه د ښاغلي بېنټ غوښتنه بیا پوسټ کړې او لیکلي یې دي:« له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په هزاره توکمو له درېیم برید څخه غمجن دی.»

هغه زیاته کړه:« دا وحشیانه بریدونه باید ودرول شي او زه د بشپړې پلټنې غوښتنه کوم.»

د سه شنبې په ماښام (د لړم ۱۶مه) د کابل لوېدیځ په دشت برچي کې د مسافرو پر یوه بس موټر بمي چاودنه کې اوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

په تېره یوه میاشت کې دا د کابل په برچي سیمه کې درېیمه چاودنه ده.

د پنجشنبې په ماښام (د لړم ۴مه) په یوه ورزشي کلپ کې چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۰ تنه ټپیان شوي وو.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۴

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي

۵

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې