• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې دوه "ترهګر" وژلي دي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۵ GMT+۰

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ایالت په چترال سیمه کې دوه وسله وال وژلي دي. د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې په وینا، په دغو عملیاتو کې چې تېره شپه ترسره شول، څلور نور جنګیالي سخت ژوبل شوي دي.

دوه ورځې وړاندې هم د خيبر‌ پښتونخوا په تيرا کې د پوځيانو او جنګيالو ترمنځ په نښته کې د پوځ يو قوماندان او درې امنیتي عسکر وژل شوي دي.
د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې درې "ترهګر" وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د اسلامپالو جنګیالیو بریدونو زور اخیستی.
د پاکستان پنجاب ایالت په میانوالي کې پر یوه هوايي اډې له وروستي برید وروسته د پاکستان پوځ په پوځي او نورو حساسو ځایونو کې امنیتي تابیاوې زیاتې کړي دي.
په دغه بريد کې درې الوتکې زیانمنې شوې او د تېلو يو ټانکر هم ويجاړ شوی و.
پوځ ویلي چې د میانوالي په روزنیزې هوايي اډې د شنبې ورځې برید د امنیتي ځواکونو د "چټک او اغیزمن ځواب" له امله په پراخه کچه شنډ شو او په دغه برید کې ټول نهه بریدګر ووژل شول.
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د اسلام اباد د تمې خلاف، په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ۶۰ سلنه لوړه شوې ده.
هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو پر نه همکارۍ نیوکه وکړه او ویې ویل چې، د افغان کډوالو د شړلو اصلي لامل له اسلام اباد سره د طالبانو نه همکاري او پاکستاني طالبانو ته د دغې ډلې پناه ورکول دي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي