اورشلیم پوسټ: د اسماعیل هنیه لور د اسراییلي ځواکونو په برید کې ووژل شوه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۹

اسراييلي ورځپاڼې اورشلیم پوسټ د فلسطيني رسنيو په حواله ليکلي، چې د حماس د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه لور د اسراییل د دفاعي ځواکونو په بريد کې وژل شوې ده.

دې ورځپاڼې د دې خبر په اړه نور وضاحت نه دی کړی.
ښاغلی هنیه د پنجشنبې په ورځ د حماس له بل مشر خالد مشعل سره د مصر له چارواکو سره د خبرو لپاره قاهرې ته ولاړ.
په هغه بیانیه کې چې د حماس دغو دواړو مشرانو خپره کړې راغلي، چې دوی د مصر د استخباراتو د سازمان له مشر عباس کامل سره کتلي او خبرې یې کړې دي.

د اکتوبر پر ۷ د اسراييل په سویل کې د حماس له برید وروسته د دغې فلسطيني ډلې مشران د اسراييلي ځواکونو د بريدونو هدف ګڼل کيږي.

نور خبرونه

رادیو