• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني فعالان: ډېری افغان نجونې او مېرمنې افغانستان ته تر ستنېدو مرګ غوره ګڼي

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۶ GMT+۰

د بشري حقونو فعالان وايي، په زرګونو افغانان چې د طالبانو له خوا له ځورولو وېرېږي د دې لپاره چې پاکستاني پولیس یې بېرته خپل هېواد ته ونه سپاري، پټ ژوند یې غوره کړی دی. یوې پاکستانۍ فعالې ویلي، ډېرې افغان ښځې او نجونې شته چې مرګ ته ترجیح ورکوي خو افغانستان ته نه ستنېږي.

رویټرز خبري اژانس وايي، له لسګونو بې اسنادو کډوالو سره یې خبرې کړي چې د اخراج له وېرې پټ شوي دي.

د رویټرز په وینا، دا خلک په عمده توګه د دوی د سیاسي یا هنري فعالیتونو تاریخ، د توکمیزو او مذهبي لږکیو سره د تړاو له امله، د طالبانو لخوا د ځورونې له ویرې پاکستان ته تښتیدلي دي.

یوې ۲۳ کلنې ښځې له خپل پټنځي رویټرز ته وویل: "دروازه له بهر څخه بنده ده، موږ دننه بند پاتې یو، موږ نشو کولی چې بهر راووځو، موږ څراغونه نه شو بلولای، موږ حتh په لوړ غږ خبرې نشو کولی."

هغې وويل ځايي ملګرو دروازه تړلې وه نو ګاونډيان به فکر کوي چې کور خالي و.

د دغه رپوټ له مخې د مهاجرینو ځینې سیمه ییز ملاتړي له هغو افغانانو سره چې په پټه د خوراکي او نورو اړینو توکو په برابرولو کې مرسته کوي.

د بشري حقونو فعالانو ویلي، دغه ۲۳ کلنه مېرمن له هغو زرګونو افغانانو څخه ده چې افغانستان ته د شړل کېدو او د طالبانو له خوا د ځورونې له وېرې یې ځانونه پټ کړي دي.

سیجل شفیق، په کراچۍ کې د بشري حقونو فعاله چې له افغانانو سره مرسته کوي، د هغو فعالانو په ډله کې ده چې له سترې محکمې څخه یې د اخراج د پروګرام د درولو غوښتنه کړې ده.

هغې رویټرز ته وویل، «زه څو ښځې او نجونې پېژنم چې وايي د طالبانو واکمنۍ ته د ستنېدو پرځای مړه کېدو ته اهمیت ورکوي.

شفيق زياته کړه، چې ډېرو دغو ښځو او نجونو ورته ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د هغوى د مسلکي خوبونو پوره کېدل ناشوني دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بشري حقونو فعالانو او په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو ډلو په ګډون د بښنې نړيوال سازمان او لوېدیځو سفارتونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیسي.

پاکستاني پولیسو د کورونو مالکینو ته خبرداری ورکړی چې که افغان کډوالو ته کورونه ورکړي نو جریمه به شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د عزیزي ګروپ مشر له پاکستان څخه ستنو شویو کډوالو سره د ۳۰۰ میلیونه افغانیو مرسته وکړه

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۹ GMT+۰

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي اعلان وکړ چې افغانستان ته له پاکستان څخه افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د رسیدنې لپاره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کوي. عزیزي د جمعې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» پر خپل اېکس لیکلي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو بشري ناورین سخت اندیښمن کړی.

هغه زیاته کړې، چې دې مرسته کې به د کډوالو لپاره ګرم خواړه، د ژمي البسه یا اغوستوکي او نور اړین ضروریات شامل وي.

د عزیزي په وینا سبا ته به د دوی ټیمونه تورخم او سپین بولدک ته د اړتیاوو د کچې د تثبیت لپاره ولاړ شي. تر څنګ به یې له مربوطه چارواکو سره په همغږۍ د دغو مرستو د رسولو لړۍ پیل کړي.

یوه میاشت او لس ورځې کیږي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل لړۍ پیل شوې ده.

تر اوسه د طالب چارواکو د راستانه شویو کډوالو کره شمېره نه دی خپور کړی خو، په تېره یوه میاشت کې نږدې دوه لکه ۱۵ زره افغان کډوال په جبري توګه د پاکستان له بېلابېلو برخو افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبانو د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې ۲۵ کسان په عام محضر کې په دورو ووهل

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۲ GMT+۰

طالبانو د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په لوبغالي کې د جمعې په ورځ، ۲۵ تورن کسان په دورو ووهل. باختر اژانس د طالبانو د محاکمو د رياست د مطبوعاتي مسوول سخي احمد جلالي له خولې لیکلي چې دغه کسان په بېلابېلو جرمونو لکه په غلا او نامشروع اړيکو تور نيول شوي وو.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي په خپل رپوټ کې ليکلي دي چې تورن کسان د نيمروز ولايت د ښاري محکمو د استيناف محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شوي و.

د پنجشنبې په ورځ په نیمروز کې د طالبانو د محاکمو مشر اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ به د زرنج په ورزشي لوبغالي کې خلکو ته سزا ورکوي.

په نیمروز کې طالبانو د دغه ولایت اوسېدونکو او سیمه ییزو خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د دې پېښې عکسونه واخلي.

د زرنج ښار څخه يوه عيني شاهد افغانستان انټرنيشنل ته وويل چې طالبانو يو شمېر هغه ځوانان هم ووهل چې غوښتل يې د تورنو کسانو د سزا ويډيو واخلي.

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان کې د کډوالۍ لسګونو توقیف ځایونو ته خبریالان لاسرسی نه لري

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان وايي، پاکستان د افغان مهاجرینو په لسګونو توقیف خونو ته د خبریالانو د لاسرسي مخه نیولې ده. دغه سازمان وايي، دغه مرکزونه د یوه ځانګړي قانون له مخې نه دي جوړ شوي او په ځینو کې مهاجرو ته د وکیل لرلو یا د کورنۍ له غړو سره د اړیکې نیولو حق نشته.


د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا ډول مرکزونه د ازادۍ او عادلانه محاکمې حق تر پښو لاندې کوي او د معلومات نه خپریدل کورنیو ته د خپلو عزیزانو موندل ستونزمنوي.
د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په یوه بیان کې پر پاکستان غږ وکړ چې سملاسي د افغان کډوالو نیول، ایستل او ډله ییزه ځورونه ودروي.
دغه سازمان ویلي، که پاکستان سملاسي د ایستلو مخه ونه نیسي، په زرګونو افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې به امنیت، زدکړو او ژوند ژواک ته له لاسرسي بې برخې شي.
د دغه سازمان په بیانیه کې راغلي چې له زرګونو افغان کډوالو څخه د سياسي وسيلو په توګه کار اخيستل کېږي او د بشري حقونو د سرغړونو او بشري ناورين سره مخ دي، دوی د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته استول کېږي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ دی.

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییزې مرستیالې لیویا ساکاردي په یوه بیان کې وویل، «هیڅوک باید له ډله ییز ایستلو سره مخ نشي او ښه به وي چې پاکستان خپل نړیوال قانوني مکلفیتونه له هغې جملې د کډوالو د نه شړلو اصل په یاد وساتي.»

100%

پاکستاني چارواکو ویلي، د افغان کډوالو د ایستلو لپاره یې ۴۹ توقیف ځایونه جوړ کړي دي

د بښنې نړیوال سازمان د هغو افغانانو د نیول کېدو خبر هم ورکړی، چې کره اسناد یې درلودل او ځینې مجبور شوي چې د خلاصون لپاره پولیسو ته ډېرې پیسې ورکړي.

طالبانو او ایران د همکارۍ پنځه سندونه لاسلیک کړل

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۴ GMT+۰

ایرانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد چارواکو د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره د اقتصادي همکارۍ پنځه سندونه لاسلیک کړل. دا سندونه د ټرانسپورټ، ملکي هوايي چلن، کانونو، ازادو تجاري سیمو او د اصفهان اوسپنې کارخانې سره د همکارۍ په برخه کې دي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني براد تېره یکشنبه د یوه دېرش کسیز پلاوي په مشرۍ ایران ته لاړ او ټاکل شوې چې نن کابل ته ستون شي.

د ایرنا د راپور له مخې، ایراني چارواکو پرون د دې سندونو په لاسلیکولو سره وویل، چې د اقتصادي همکاریو ګډ کمېسون په غونډه کې یې له طالب پلاوي سره د ځمکې لارې نړیوال ټرانسپورټ، د ایران او افغانستان د ملکي هوایي چلن د ادارو، د اصفهان د اوسپنې ویلې کولو شرکت او ازادو تجاري سیمو کې د همکارۍ سندونه لاسلیک کړل.

د اصفهان د اوسپنې وېلې کولو شرکت مشر مهدي کوهي دې مراسمو کې وویل، چې دغه شرکت د افغانستان له تجارت او صنعت وزارت سره تړون لاسلیک کړ.

د هغه په خبره، افغانستان ډېر کانونه لري او دوی به په تخنیکي او انجینري برخه کې ور سره مرسته کوي.

ښاغلی کوهي زیاتوي چې د اصفهان شرکت له طالبانو سره د اوسپنې کانونو په اېستلو کې هم همکاري کوي.

نوموړی وايي، راتلونکي کال به د اوسپنې ویلې کولو کچه ۵۰ میلیون ټنو ته ورسوي او دې هدف ته د رسېدو لپاره یې له افغان کانونو د کار اخیستلو په برخه کې له طالبانو سره خبرې کړې دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ملا برادر د افغانستان د لومړي وزیر د مرستیال په توګه معرفي کړ

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۲ GMT+۰

د ایران دولتي خبري اژانس ملا برادر د "افغانستان د لومړي وزیر د مرستیال" او له نوموړي سره ایران ته تللی طالب پلاوی یې د "افغان حکومت د لوړ پوړي پلاوي" په توګه معرفي کړ. ایران طالبان په رسمیت نه پېژني خو له دې ډلې سره نږدې اړیکي لري او څو ځله یې د طالب مشرانو کوربه توب کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي خبري اژانس (ایرنا) دغه هېواد ته د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال د سفر په اړه په خبري پوښښ کې د طالبانو د ډلې دا جګپوړی غړی او ور سره پلاوی «د افغانستان د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د افغانستان لوړ پوړی پلاوی» معرفي کړ.

ملا عبدالغني برادر تېره یکشنبه د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه تهران ته ولاړ.

هغه د دغه حکومت د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو حسین امیرعبداللهیان او احمد وحیدي په ګډون د اسلامي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

د اسلامي جمهوریت له لوړ پوړو چارواکو سره د ملابرادر په غونډو کې د طالبانو بیرغ نه لیدل کیږي.

د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو اسلامي امارت د ملا برادر د سفر پر مهال د اقتصادي همکاریو پنځه سندونه لاسلیک کړل.