د پاکستان سرپرست لومړی وزیر سعودي ته په رسمي سفر لاړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۹

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته په درې ورځني رسمي سفر روان شو.

نوموړی د ریاض په نوښت د فلسطین د حالت په هکله د اسلامي همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، ښاغلی کاکړ به د کوربه هېواد پر چارواکو سربېره د دې سرمشریزې له مختلفو ګډونوالو سره هم وویني.

دا سرمشریزه راتلونکې یکشنبه د سعودي پلازمېنه ریاض کې جوړېږي او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم پکې ګډون کوي.

د اکتوبر پر ۷ پر اسراییل د حماس بریدونو پسې په ځوابي حمله کې تر لس زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دی.

نور خبرونه

رادیو