• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر امیر او د مصر ولسمشر په غزه کې د اوربند په اړه خبرې وکړې

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۷ GMT+۰

د قطر امیر او د مصر ولسمشر په غزه کې د تاوتریخوالي د کمولو، د بشري مرستو د برابرولو او د حماس له‌خوا د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه خبرې وکړې.

تمیم بن احمد ال ثاني او عبدالفتاح السیسي په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره پر خپلو ګډو هڅو ټینګار وکړ.

تر دې مخکې درېیو مصري سرچینو رویټرز ته ویلي و، چې د غزې په شمال کې د اوربند په اړه خبرو کې پرمختګونه شوي دي.

د حماس یو شمېر مشران چې په قطر کې مېشت دي، د حماس له‌خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په برخه کې د منځګړیتوب دنده لري.

په غزه کې د بشري وضعیت د خرابېدو او د یرغمل شویو کسانو د کړکېچ د دوام په درشل کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د بندولو په لارو چارو د بحث لپاره بېړنۍ غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو هم په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه.

د وروستيو شمېرو له مخې، د اسراييل په بريدونو کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر يوولسو زرو اوښتی دی.

په ورته وخت کې د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له پېژندلو وروسته، د تلې په پنځلسمه د حماس په بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه د دغه هېواد پخوانۍ شمېرې سمې کړې او ویلي یې دي، چې دغه شمېر ۱۲۰۰ تنه دي، په داسې حال کې چې پخوا دغه شمېر ۱۴۰۰ تنه ښودل شوی و.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳

د امریکا یوې محکمې د افغان کډوالو کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

۴
ځانګړی

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۵

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه