هېلري کلېنټن پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ، اډولف هټلر وباله

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د دغه هېواد د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د «ډیکتاتوري او استبدادي» تمایلاتو په اړه خبرداری ورکړ. هیلري کلینټن، ډونلډ ټرمپ د نازي جرمني له اډولف هټلر سره پرتله کړ او ویې ویل، که ښاغلی ټرمپ د دویم ځل ولسمشر شي، نو «دا به د امریکا پای وي.»