• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلامي- عربي هېوادونو مشرانو په غزه کې د جګړې د سملاسي بندېدو غوښتنه وکړه

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۶ GMT+۰

د اسلامي او عربي هېوادونو مشرانو د ریاض سرمشریزه کې په غزه کې د پوځي عملیاتو د سملاسي بندېدو غوښتنه وکړه او اسراییل یې د فلسطینیانو پرضد د «جنایت» مسوول وباله. سعودي عربستان د دې سرمشریزې جوړولو سره هڅه کوي چې پر امریکا او اسراییل د خپل نفوذ له لارې دا جګړه بنده شي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د اسلامي همکارۍ سازمان په چوکاټ کې دې سرمشریزې ته وینا کې وویل، په غزه کې انساني ناورین ثابته کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیواله ټولنه د اسراییل له خوا د نړیوالو قوانینو د ښکاره سرغړونې په مخنیوي کې ناکام ده.

هغه زیاته کړه چې عربستان پر فلسطیني وروڼو د اسراییل وحشیانه بریدونه غندي.

د ایران، ترکیې، مصر او سوریې د ولسمشرانو، د پاکستان د لومړي وزیر او د قطر د امیر په ګډون د نړۍ په لسګونو مشرانو دې بېړنۍ سرمشریزه کې ګډون درلود.

دې سرمشریزه کې د فلسطین د کورواکه ادارې مشر محمود عباس وویل، چې فلسطینیان په توکم وژنې سره مخ دي او له امریکا یې وغوښتل چې د اسراییل تېری بند کړي.

د ایران ولسمشر د حماس هڅې وستایلې او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل چې پر اسراییل د تېلو او توکو بندیز ولګوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اسراییل او فلسطینیانو د جګړې د دایمي حل لپاره د نړیوال کانفرانس غوښتنه وکړه.

د قطر امیر چې د حماس د څو مشرانو کوربه دی، وویل چې له دې ډلې د یرغمل کسانو د خوشي کولو هڅه کوي او هیله یې وښوده چې ژر به بشرپال اوربند وشي.

حماس د اکتوبر پر ۷ پر اسراییل برید وکړ، تل ابیب د دې برید د مرګ ژوبلې سمون سره وايي چې ۱۲ سوه کسان یې وژل شوي دي.

اسراییل هم په ځواب کې پر غزه برید کړی او فلسطیني چارواکي وايي، په دې برید کې تر ۱۱ زرو ډېر کسان وژل شوي چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۵

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ