• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د اېسارو پاکستانیانو پرضد تورخم ته ورڅېرمه لاریون وشو

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۱ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا په قبايلي سيمه د تورخم په نادرا چوک کې سیاسي فعالانو د جمعې په ورځ په يوه لاريون کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د اېسارو پاکستانيانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه کسان هغه کارګران دي، چې له ویزې او پاسپورټ پرته د کار کولو لپاره افغانستان ته تللي؛ خو اوس یې طالبان د پاسپورټ او وېزو پرته نه پرېږدي چې پاکستان ته راواوړي.

په دغه لاریون کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو استازو ګډون کړی و.

لاریون کوونکو له پاکستاني چارواکو هم وغوښتل، چې له کابل سره په خبرو کې دې د نیول شویو کسانو د ستنولو زمینه برابره کړي.

د کابل او اسلام اباد تر منځ د ترېنګلتیاوو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې د کړکېچ پر لورې کږېږي.

د لاریونوالو په وینا، هغه پاکستاني وګړي چې افغانستان ته تللي وو، اوس د تورخم هاغاړې ته بند پاتې دي.

لاریونوال له طالبانو غواړي، چې له هغو کړنو دې ډډه وکړي چې عامو خلکو ته ستونزې راولاړوي.

په دغه لاريون کې د افغان طالبانو پر ضد شعارونه هم ورکړل شول او دغه مسله له درېیو ورځو راهیسې دوام لري.

ډېر لیدل شوي

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي
۱

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۲

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۳
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله