• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني عسکرو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د انګور اډې له لارې افغان کډوال راګرځولي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۱ GMT+۰

د سوېلي وزیرستان انګور اډې په خمرانګ سیمه کې د هغو افغان کډوالو لسګونه کورنۍ له ډیورنډ کرښې اوښتلو په تمه ولاړې دي چې پاکستاني امنیتي عسکر ورته د اوښتو اجازه نه ورکوي. په دغو کډوالو کې چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي له تېرو پنځو ورځو راهیسې په تراکتورونو او موټرو بار کډې ولاړ دي.

آزاد خبریال لال وزیر وايي تر اوسه پورې دغو افغان کډوالو ته پاکستاني امنیتي عسکر دا نه روښانوي چې ولې يې دوی راګرځولي خو یوازې دا ورته وايي چې «له اسلام اباده اجازه نه شته.»

د دغو کډوالو د کورنیو غړي وايي چې، سړې هوا يې ماشومان ناروغه کړي دي. او دا مهال د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ شوي.

۶۶ کلن عطا محمد چې د افغانستان د بلخ ولایت اوسیدونکی دی افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې پاکستاني امنیتي عسکرو درولي او افغانستان د تګ اجازه نه ورکوي. هغه وايي: «نن پنځمه ورځ ده چې د پنجاب له چکواله راکډه شوي یو او اوس پاکستاني عسکر په انګور اډه د اوښتو اجازه نه را کوي، یو وار یې اعلان وکړ چې له پاکستانه ووخئ اوس دادی بار کډې ولاړ یو خو اجازه نه راکوي حیران ولاړ یو څه وکړو.»

څه باندې یوه میاشت وړاندې د پاکستان حکومت هغو بهرنیو کډوالو ته د یوې میاشتې وخت په ورکولو سره اعلان وکړ چې له پاستانه دې ووځي که نه له ټاکلې مودې (اکټوبر ۳۱مه) وروسته به یې له دغه هیواده په زور وباسي.

له دغه اعلان اعلان وروسته ډیری هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل د پاکستاني امنیتي ادارو له لوري په زور له ډیورنډ کرښې واړول شول او دا لړۍ لا روانه ده.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه په انګور اډه کې د اېسارو شويو افغان کډوالو له ډلې يو بل تن عبدالروف چې ۳۸ کلن دی وايي چې تر شنه اسمان لاندې سړې هوا يې ماشومان او ښځې ناروغان کړي او له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

هغه وړاندې وايي: «یو وار يې راکډه کړو اوس یې دلته را اېسار کړي یو، ښځې او ماشومان له یخه ناجوړه دي نه ډاکتر شته او نه اجازه راکوي چې یوې خواته ولاړ شو، نه خبره اوري او نه بل څوک شته چې زموږ غږ واوري آخر چاته ورشو؟»

په پاکستان کې د بشر حقونو فعالان وايي هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري د نیول کېدو له پرله پسې ګواښ سره مخ دي، او دا کار د دې لامل شوی چې ډیری یې د اېستلو له ویرې ځانونه په خپلو کورونو کې بندیان کړي او دا مهال د خوراکي او نورو اړینو توکو له نشت سره مخ دي.

د شمېرو له مخې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته تر دوه نیم لکه زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۵

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

•
•
•

نور کیسې

له پاکستانه راستانه شوي کډوال په خپل هیواد کې د کاري زمینې برابرولو غوښتنې کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۳ GMT+۰
له پاکستانه راستانه شوي کډوال په خپل هیواد کې د کاري زمینې برابرولو غوښتنې کوي
100%

له پاکستانه په زور اېستل شوي افغان کډوال چې تازه هیواد ته راستانه شوي په افغانستان کې د کار نشتوالي په اړه شکایت کوي. په ورستیو دریو اونیو کې تر دوه نیم لکه ډیر افغان کډوال د پاکستان حکومت له لورې په زور له دغه هیواده و اېستل شول او لا هم دا لړۍ روانه ده.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تازه راستانه شوي کډوال مېشت شوي خو دغه کډوال د اوزګارۍ څخه سر ټکوي.

شمس الله د یوې۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرست دی لس ورځې وړاندې د سپین بولدک له لارې له پاکستانه هیواد ته راستون شوی.

نوموړی وایي، که څه هم نړیوالو مرستندویه سازمانونو او خیریه بنسټونو ورسره لومړنۍ مرستې وکړې خو په هیواد کې د اوزګارتیا له امله سوکاله نه دی.

شمس الله افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته وايي:«نږدې۳۰ کلونه مو د پاکستان په کراچۍ ښار کې ژوند وکړ، هلته مې واده وکړ اولادونه مې پیدا شول. خو د پاکستان حکومت له لورې په زور افغانستان ته را واستول شوم. زه په افغانستان کې یوه لوېشت ځمکه نه لرم، دلته اوس په کرایي کور کې اوسیږم کار او روزګار نشته.»

طالبانو ژمنه کړې چې افغانستان ته راستانه شویو افغان کډوالو ته د کار زمینه برابروي، خو له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو اوزګارۍ او لوږه له وړاندې په بیساري کچه لوړه ده.

ذبیح الله چې له پاکستان څخه تازه افغانستان ته راستون شوی وايي: «موږ به تر څو د نړیوالو سازمانونو خیرات ته ناست یو؟ موږ ته دې طالبان ځمکې راکړي چې موږ خپل ژوند پیل کړو او موږ خپله اړتیا خپله پوره کړو.»

پر همدې مهال یو شمېر ځوانان وايي، نور باید کډوالو ته میلمستیاوې پای ته ورسیږي او د هغوی د ځای پر ځای کېدو او هغوی ته د کار پیدا کولو په اړه فکر وشي.

ځوانان وايي، کډوال نور باید د یو کاري ځواک په توګه په دنده وګمارل شي او د افغانستان پراخې شاړې ځمکې دې په واک کې ورکړل شي چې دا شاړې ځمکې ابادې کړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د هرات ولایت زلزله ځپلو ته ۴۰ ټنه بشري مرستې استولې دي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۰
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د هرات ولایت زلزله ځپلو ته ۴۰ ټنه بشري مرستې استولې دي
100%

د روسيې بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد دفاع وزارت په دوو ځانګړو الوتنو کې د هرات زلزله ځپلو ته څلوېښت ټنه بشري مرستې لېږلې دي. دغه وزارت ویلي چې، روسیه به د افغانستان له خلکو سره لا ډېرو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، دغه کڅوړه د روسیې حکومت او په مسکو کې د افغانستان د سوداګرۍ د مرکز له خوا کابل ته استول شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد په هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

په هرات ولایت کې په وروستیو زلزلو کې لږ تر لږه ۲ زره او ۴۰۰ کسان مړه شوي او له ۳۰ زره زیات کورونه ویجاړ شوي دي.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ویلي و، چې د هرات په پنځو ولسوالیو کې تر ۱۲ زره ډېر کسان د زلزلې له امله زیانمن شوي او له ناوړه حالت سره لاس او ګریوان دي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په راتلونکو اوو میاشتو کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره ۲۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

خلیل الرحمن حقاني: د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو تر جوړېدو پورې خپلو مرستو ته دوام ورکوو

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۷ GMT+۰
خلیل الرحمن حقاني: د هرات زلزله ځپلو ته د کورونو تر جوړېدو پورې خپلو مرستو ته دوام ورکوو
100%

د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره په لېدنه کې هغوی ته د کورونو تر جوړېدو پورې د طالبانو سرپرست حکومت د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړی چې هرات ولایت ته د وروستیو زلزلو د قربانیانو لېدو ته ورغلی و، وایي چې: «اسلامي امارت به تر هغه وخته له تاسو سره همکاري وکړي چې ستاسې کورونه آباد او ژوند مو عادي حالت ته را وګرځي.»

کابو یوه میاشت کیږي چې د هرات د زلزلې سلګونه قربانیان تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وروستۍ شمېرې ښيي چې، په هرات کې د زلزلې له امله شاوخوا لس زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شل زره نور کورونه سخت زیانمن شوي دي.

له دې سره، ملګري ملتونه وايي چې د ژمي په را رسېدو سره په هرات کې ډېری زلزله ځپلي لاهم په خېمو کې سختې شپې او ورځې تیروي او سمې سرپناه، روغتیایي خدمتونو، په کافي اندازه خوړو او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه سازمان د شنبې په ورځ (د لړم په ۲۰مه) نیټه پر خپلې اېکس پاڼه ليکلي، چې تر ويجاړوونکو زلزلو يوه مياشت وروسته هم بېړنيو مرستو ته اړتيا ده.

سره له دې چې ددغو زلزلو له لومړیو ورځو څخه تراوسه پورې د بېلابېلو سازمانونو او هیوادونو له خوا په بې سارې توګه د مرستو اعلان وشو، خو د خیمو یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې له خپلو کورنیو سره په خیمو کې سړې شپې تېروي او تر اوسه طالبانو او مرستندویه موسسو د دوی له پاره سمې سرپناوې نه دي جوړې کړې.

د دغو خیمو یو شمېر اوسیدونکي ټینګار کوي چې د ژوند وړو اسانتیاوو ته هم لاس رسی نه لري.

له دې سره، په هرات کې سړې هوا او وروستیو توپانونو د خیمو اوسیدونکي په ځانګړې توګه ماشومان له ډېرو سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

د دغو بارانونو او توپانونو له پیلیدو سره د خیمو اوسیدونکي چې ډیری یې د هرات ښار څخه دي بیرته خپلو کورونو ته ستانه شول، خو هغو زلزله ځپلو چې خپل کورونه له لاسه ورکړي، اوس هم په هر ډول شرایطو کې تر خیمو لاندې شپې او ورځې تېروي.

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د هرات زلزله ځپلو ته ۹۶.۳ ميليونه ډالرو بودجې ته اړتیا ده.

د یادې ادارې په خبره له دغه شمېر څخه یې یوازې ۲۶ سلنه بودجه ترلاسه کړې ده.

د جرمني فریدریش ایبرټ بنسټ شهرزاد اکبر ته د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو جایزه ورکړه

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۱ GMT+۰
د جرمني فریدریش ایبرټ بنسټ شهرزاد اکبر ته د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو جایزه ورکړه
100%

د جرمني فریدریش ایبرټ بنسټ اعلان وکړ چې د دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو جایزه د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ته ورکړل شوه.

دغه بنسټ وايي، مېرمن اکبر نه یوازې پر طالبانو، بلکې پر افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ملاتړ له امله نیوکې کړې.

د فریدریش ایبرټ بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن اکبر د ټولو افغانانو د بشري حقونو رښتینې ملاتړې ده.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، شهرزاد اکبر د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او د بشري حقونو د سازمان "رواداري" د مشرې په توګه يې د افغانستان د حالاتو او مبارزې په اړه د پوهاوي کچې لوړولو په موخه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.

د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي چې شهرزاد اکبر ته د فريدريش ايبرټ د بشري حقونو د جايزې ورکول د افغانستان له خلکو سره د دوامداره پيوستون ښودنه کوي چې د ١٤٠٠ د زمري په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له راتلو وروسته له ناوړه بشري شرايطو سره مخامخ دي.

شهرزاد اکبر له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وه.

مېرمن اکبر دې جایزې ته په اشارې سره، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، «په افغانستان کې د ښځو او نجونو له پاره په یوه تر ټولو تیاره دوره کې، د دوی زړورتیا الهام بښونکي ده.»

نوموړې وايي، په افغانستان کې ښځې له ظالمانه جبر سره سره د خپلو حقونو له پاره مبارزه کوي.

ټاکل شوې چې دغه جایزه د روانې نومبر میاشتې په ۲۸مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې شهزاد اکبر ته ډالۍ شي.

د بشري حقونو فعالان وايي، پاکستاني پولیس افغان ښځې او ماشومان بنديانوي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۲۳ GMT+۰
د بشري حقونو فعالان وايي، پاکستاني پولیس افغان ښځې او ماشومان بنديانوي
100%

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وايي، په سند ایالت کې پولیسو د شپې له خوا د کډوالو پر کورونو چاپې وهلې او د افغان کورنیو په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې یې بندیانې کړې دي. د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته تر ۲۵۰ زرو زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

اېسوشېیټېډ پرېس خبري اژانس د شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) راپور ورکړ چې د کډوالو شړل به پر افغانانو ډېر اغېز وکړي ځکه چې په پاکستان کې د مېشتو بهرنيانو ډېری برخه جوړوي.

په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منيزې کاکړې ویلي، د سند ایالت پولیس په نیمه شپه کې د خلکو پر کورونو چاپې وهي او د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کورنۍ بنديانوي.

کاکړه وړاندې وايي: «دوی د اکټوبر له ۳۱ نیټې راهیسې هره ورځ په سلګونو افغان اتباع بندیان کړي، او دوی د ماشومانو او ښځو له بندیانولو څخه هیڅ ډډه نه کوي.»

تېر کال په کراچۍ کې د هغو ۱۲۰۰ کسانو په ډله کې افغان ښځې او ماشومان هم شامل وو چې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور زنداني شول.

اغلې کاکړې وویل، آن هغه افغانان چې اسناد لري د نیول کېدو له پرله پسې ګواښ سره مخ دي، او دا کار د دې لامل شوی چې ډیری یې د اېستلو له ویرې ځانونه په خپلو کورونو کې بندیان کړي.

نوموړې زیاته کړه: «زه ځینې کورنۍ پیژنم چې خوراکي توکي نه لري او باید په کور کې پاتې شي ځکه چې پولیس چارواکي د دوی د کډوالۍ وضعیت ته په نه پام کولو سره د دوی بندي کولو ته دوام ورکوي.»

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون مشرې حنا جيلاني هم ويلي، سره له دې چې پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د افغانانو کوربه توب کوي، خو پاکستان د پناه غوښتونکو او د اسناد نه لرونکو کډوالو سره د چلند له پاره يو بشپړ ميکانيزم نه لري.

هغه د پاکستان حکومت پر "له ټولو سره د یو ډول چلند" باندې نیوکه وکړه او زیاته يې کړه چې د يوې ارزونې پر بنسټ دې د ټولو کډوالو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو له پاره تکلاره جوړه شي چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو لخوا د افغانستان تر نیولو وروسته له کرښې څخه را اوښتي دي.

همدارنګه جنید اقبال خان، په سند ایالت کې د نیولو او اېستلو مرکزونو مشر، ومنله چې مخکې تېروتنې شوې وې او آن قانوني پناه غوښتونکي او حتا پاکستاني اتباع هم له ډیورنډ کرښې اړول شوي یا بندخونو ته لیږدول شوي وو.