• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فلسطین روغتیا وزارت:په غزې تړانګه کې د انټرنیټ بندېدو له امله د زیانونو شمېر نه معلومیږي

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۹ GMT+۰

د حماس تر کنټرول لاندې د فلسطین روغتیا وزارت ویاند د شفاء روغتون حالت له ناورین څخه لا بد بللی او ویلي یې دي چې پر دغه روغتون د اسراییل له خوا له هر لوري برید شوی دی. اشرف القدره ویلي چې، د انټرنیټ او مخابراتي شبکو د بندیدو له امله په غزه کې زیانونه نه شمیرل کیږي.

د اناتولي خبري اژانس د شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د فلسطین روغتیا وزارت د ویاند له قوله راپور ورکړ چې، «د شفاء روغتون انګړ د اسراییل د بې پیلوټه الوتکو له پاره په یوه خلاص میدان بدل شوی چې هر هغه کس چې خوځیږي په نښه کیږي.»

القدره د بې ځايه شويو کورنيو، روغتیایي کارکوونکو او په دغه روغتون کې د ټپيانو په ګډون د څه باندې شل زره کسانو شتون ته په اشارې سره وويل چې، مړي او ټپيان د یاد روغتون په دروازه او په ځمکه پراته دي.

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځیان د غزې په شفاء روغتون ډزې نه کوي او د دغه روغتون په شاوخوا کې د حماس له وسله والو سره نښتې دوام لري.

د فلسطین روغتیا وزارت ویاند د اکسیجن او مرستندویه وسایلو د نشتوالي له امله د یوه نوي زیږیدلي ماشوم د مړینې خبر هم ورکړ او د روغتیایي وسایلو په بیړنۍ اړتیا یې ټینګار وکړ.

تر دې مخکې د فلسطین د روغتیا وزیر ویلي وو چې ۳۹ نوي زیږیدلي ماشومان د اکسیجن د کمښت له امله په شفاء روغتون کې له ګواښوونکي وضعیت سره مخ دي.

نوموړي وویل چې، په غزه کې له ۳۵ روغتونونو څخه څه باندې ۲۰ روغتونونه د اسراییل د بریدونو او د تیلو د کمښت له امله له کاره لوېدلي دي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، شفاء روغتون د اسراییل تر محاصرې لاندې دی او تر درې زره کم کسان په کې پاتې دي.

په راپور کې همداراز زیاته شوې چې، د اسراييلي چارواکو په خبره ښايي تر روغتون لاندې يو شمېر يرغمل شوي کسان ساتل شوي وي او دې موضوع د پوځ کار ستونزمن کړی دی.

د اسراییل حکومتي ویاند ویلي چې د حماس مرکزي دفتر د شفاء روغتون لاندې موقعیت لري.

د غزې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په غزې تړانګه کې د اسراییلپه بریدونو کې تر اوسه بورېڅه باندې ۱۱ زره کسان وژل شوي او تر ۲۷ زرو زیات ټپیان شوي دي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي