• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: ترکیې هم له دغه هيواده د بې اسناده افغان کډوالو اېستل چټک کړي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۱ GMT+۰

له پاکستان او ایران وروسته ترکیې هم له دغه هیواده د بې اسناده افغانانو د اېستلو بهیر چټک کړی دی. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼې له ترکیې څخه په تېرو شلو ورځو کې د شاوخوا درې زره افغانانو د اېستلو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت په خبره، په دغو کسانو کې اوه کورنۍ او اوه ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت همداراز زیاتوي چې، له دغو ستانه کړل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو موسسې (آی او ایم) هر یوه ته څه باندې ۱۲ زره افغانۍ نغدې مرسته هم کړې او نور روغتیایي خدمتونه هم ورته وړاندې شوي دي.

ترکیې ته له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانانو کډوالي روانه ده، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه لړۍ نوره هم زیاته شوې ده.

اوس اندېښنې دا دي چې ډیری افغان ځوانان د ایران له لارې په قاچاقي توګه دغه هیواد ته ننوځي او په دې لارو نیول شوي بې اسناده ځوانان د ترکي پولیسو له سخت چلند سره مخامخ کیږي.

ترکیه چې اوسمهال د زرګونونو افغان کډوالو کوربتوب کوي، هغه افغان ځوانان نیسي او کابل ته یې لیږي چې بې اسناده وي او په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ننوتلي وي.

دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو اونیو کې د ترکیې په ګډون ایران او پاکستان هم په لویه کچه د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې یوازې له پاکستانه نږدې درې لکه افغانان تر اوسه پورې اېستل شوي دي او دا بهیر روان دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وايي په هرات کې له لسګونو زرو زلزله ځپلو سره مرسته شوې ده

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په هرات کې له لومړۍ ویجاړونکې زلزلې وروسته له څه باندې یوې میاشتې راهیسې مرستندویه موسسو له ۱۷۶ زره او ۷۰۰ کسانو سره په مستقیمه توګه مرسته کړې ده.

په دغو مرستو کې خیمې، نغدې پیسې، کمپلې، خوراکي توکي، له کروندګرو سره مرستې، روغتیايي خدمتونه او نورې مرستې شاملې دي.

یاد سازمان د یوه راپور په خپرولو سره همداراز زیاته کړه چې، تر دې مهاله یې د هرات په ۱۱ زره او ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو باندې خیمې ویشلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ژمی په رارسېدو دی او څرګنده نه ده چې زیانمن خلک به کله بېرته سرپناه ترلاسه کړي.

اوچا د تلې په ٢٥مه نېټه اعلان وکړ چې په زلزله کې څه باندې درې زره کورونه ويجاړ شوي او څه باندې دوه زره نور کورونه سخت زيانمن شوي دي.

ډیری کورونه د هرات په زنده جان او انجيل ولسواليو کې ويجاړ شوي دي.

د اوچا د راپور له مخې، په تېره يوه مياشت کې ۱۴ زره او ۳۰۰ کورنيو ته غير خوراکي توکي او ۱۲ زره او ۵۰۰ کورنیو ژمنۍ کمپلې ورکړل شوې دي.

دغه بنسټ همدا راز ویلي، چې په ۸۹۵۰ کورنیو باندې ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته وېشل شوې ده.

شاوخوا ۱۴۲ کليو د څښاکو پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړی دی.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې په ۸۴ زره او ۵۰۰ کسانو د خوراکي توکو مرستې وېشل شوي او د مالدارۍ په برخه کې هم له ۵۰۰۰ کسانو څخه ملاتړ شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د هرات له زلزله ځپلو سره د بیړنۍ مرستې لپاره ۲۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

طالبانو په یوه ورځ کې له پاکستانه د څه باندې درې زره افغان کډوالو د ستنېدو اعلان وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ، چې د یکشنبې په ورځ ۳۳۴۰ تنه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه تر ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال راېستل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د تېرې شنبې په ورځ له پاکستانه د څه باندې ۶۰۰۰ افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اعلان وکړ.

په دوی کې ۸۲ بندیان هم شامل دي.

له پاکستان څخه د بې اسنادو کډوالو د شړلو له اعلان وروسته په تېرو ۱۲ ورځو کې تر ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د سلګونو زرو کډوالو د جذبولو او هغوی ته د اسانتیاو د برابرولو په اړه اندېښنې شته.

نړۍوالو بنسټونو د راستنیدونکو کډوالو د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې د خوړو نړۍوال پروګرام تېره اونۍ وويل: "له پاکستان څخه د شړل کېدو د وېرې له امله هره ورځ په زرګونو کورنۍ افغانستان ته داخلېږي. ډېرو یې خپل معیشت له لاسه ورکړی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي؛ د راستنېدونکو ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان د خپلې وروستۍ ارزونې پر بنسټ له پاکستان څخه د اخراج شویو کډوالو وضعیت "مایوسونکی" بللی دی.

ناموسي وژنه؛ یوه پاکستاني یو افغان کډوال وواژه او خپله پخوانۍ مېرمن یې ټپي کړه

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ وايي، په کراچۍ ښار کې د ډزو له امله یو افغان کډوال وژل شوی او پاکستانۍ مېرمن یې سخته ټپي شوې ده. د دې رسنیو د راپور له مخې؛ دا ډزې هم د افغان کډوال د مېرمنې پخواني مېړه کړې دي.

ډان ورځپاڼې لیکلي؛ وژل شوي افغان کډوال غوښتل له خپلې مېرمنې او له پخواني مېړه د هغې له څوارلس کلنې لور سره افغانستان ته ستون شي.

خو د دې افغان د مېرمنې پخواني مېړه د خپل وراره په مرسته د ناموسي غیرت په نوم هغه وواژه.

ویل کېږي د دې افغان کډوال مېرمنې له پخواني مېړه طلاق هم اخیستی و.

طالبان وايي تورخم کې یې ۵۰ ورک ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۲ GMT+۰

په تورخم کې د ستنېدونکو افغانانو لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول وايي، پرون یې د کډوالو مېشت غالي کې ۵۰ ورک شوي ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل. نوموړي دا نه دي ویلي، چې دا ماشومان څومره وخت ورک وو او نور ورک ماشومان هم ور سره شته او که نه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خپل ټولنیز ګروپ کې پرون هم د یوه ماشوم د ورکې خبر خپور کړی او لیکلي یې دي چې درې اونۍ کېږي له پاکستان ستون شوی؛ خو خپله کورنۍ ترې ورکه ده.

په دې ګروپ کې نن هم د یو بل ماشوم د ورکې اعلان خپور شوی او ویل شوي، چې د پښتونخوا له درګۍ راستون شوی او کورنۍ ترې ورکه ده.

طالبانو له خلکو غوښتي چې د دې دواړو ماشومانو د کورنیو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د ماشومانو د ورکې خبرونه په داسې مهال دي، چې په پاکستان کې ځینې بندي شوي افغانان وايي؛ پولیس یې تر نیولو وروسته ماشومان او ښځې له نارینه و جلا کوي.

یوې ستنې شوې افغانې کډوالې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تېره اونۍ وویل؛ پولیسو یې د کورنۍ له نیولو وروسته پلار ترې جلا کړ او تر ۲۸ ورځې بند وروسته یې تورخم کې سره وموندل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د دولتي خبري اژانس "باختر" وېبپاڼه تړل شوې

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۱ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو معلومات ښيي چې د څو ورځو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان دولتي اژانس "باختر" وېبپاڼه کار نه کوي. تر اوسه پورې د باختر خبري اژانس ادارې د وېبپاڼې د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي، چې ستونزه نخنیکي ده او که دغه وېبپاڼه هېک شوې ده.

د افغانستان یوازینی دولتي اژانس چې اوسمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او تر ډېره د دغې ډلې د حکومت چارې پکې خپریږي.

د څو ورځو راهیسې د نامعلومو دلایلو له امله تړل شوی دی او د افغانستان دننه او بېرون کار نه کوي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د باختر اژانس دننه یوې سرچینې وویل، چې وېبپاڼه د کار لاندې ده او د تخنیکي ستونزو له امله تړل شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس پر اېکس پاڼه له څو ورځو راهیسې ورځیني راپورونه خپروي؛ خو د تېر په څېر له دغو خبرونو سره د وېبپاڼې ادرس نه خپریږي.

ددغه اژانس پر اېکس پاڼه درې ورځې وړاندې د وېبپاڼې ادرس خپور شوی دی.

باختر دولتي اژانس د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې ځانګړي مدیرتونه او څانګې لري.

دغه اژانس په ټولو ولایتونو کې د خبري پوښښ لپاره خبریالان لري او تر ډېره د طالبانو دولتي فعالیتونو ته انعکاس ورکوي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو سره مېټا کمپنۍ اعلان وکړ، چې په فیسبوک ټولنیزۍ رسنۍ کې به د دغې ډلې فعالیتونو محدودوي او د ملي ټلویزیون په شمول یو شمېر دولتي ادارو فېسبوک پاڼې وتړلې؛ خو په اېکس کې د دغې ډلې فعالیتونه او تبلغات اوس هم دوام لري.