• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره: په حیدراباد کې د القاعدې یو مهم غړی نیول شوی

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د پاکستان د ترورېزم ضد ادارې اعلان وکړ، چې د دوی اجنټانو د دوشنبې په ورځ د حیدراباد په مټیاري کې له یوې نښتې وروسته د القاعدې یو غړی نیولی دی. دې ادارې په یوه بیان کې لیکلي، چې نیول شوی کس په دې وروستیو کې له متحده عربي اماراتو څخه شړل شوی و.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حيدر اباد په مټياري سيمه کې د پاکستاني ځواکونو او القاعده شبکې د غړو ترمنځ د نښتې په پايله کې دوه نور کسان د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې نښته کې يو ميل کلاشينکوف او يو لاسي بم هم ترلاسه شوى دى.

د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي: "په لومړنیو څېړنو کې معلومه شوې چې نیول شوي ترهګر د القاعده شبکې د پیاوړتیا لپاره د سعودي عربستان، مالیزیا او افغانستان په ګډون څو هېوادونو ته سفرونه کړي وو".

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې په پاکستان کې د القاعده شبکې غړی نیول کیږي.

ډېر لیدل شوي

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی
۱

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۲
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۳
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

پنځه کاله محرومیت؛ افغانې نجونې لاهم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي