د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه په دغه ولایت کې طالب چارواکو ته ۱۰۰۰ ژمنۍ خیمې وسپارلې.
د هرات په وروستیو زلزلو کې د دغه ولایت تر لسو ډېر کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ګڼ شمېر بې کوره شوي دي.
د ترکیې د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، په هرات کې د (ټیکا) دفتر مشر عرفات دینیز ویلي چې، دغه خیمې د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکو ته ورکړل شوې دي.
د یادولو ده چې دا ولسوالي د هرات د زلزلې مرکز و.
نوموړي وویل: «موږ د خیمو چمتو کولو ته لومړیتوب ورکړ، ځکه چې د هوا په سړیدو سره مو وغوښتل له هغو خلکو سره مرسته وکړو چې پر سړکونو پرته له خیمو پاتې دي.»
تېره میاشت په هرات ولایت کې د پر له پسې زلزلو له امله شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
ملګرو ملتونو هم اعلان کړی، چې د هرات زلزله ځپلو ۱۱ زره او ۴۰۰ کورنیو ته یې خیمې وېشلې دي.
اوچا د تلې په ٢٥مه نېټه اعلان وکړ چې په هرات ولایت کې د زلزلو له امله څه باندې درې زره کورونه ويجاړ شوي او څه باندې دوه زره نور کورونه سخت زيانمن شوي دي.
اخوا، طالبانو بیا ویلي چې د هرات د زلزلو زیانمنو کورنیو ته د ۱۲۰۰ کورونو د جوړیدو چارې به د ژمي له رسېدو مخکې بشپړې شي.