بدخشان او نېږدې سیمې یوې زورورې زلزلې لړزولي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۲

راپورونه وايي، چې څو شېبې وړاندې د بدخشان ولایت ځینې سیمې یوې زورورې زلزلې لړزولي دي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې لومړی د زلزلې یو ضعیف ټکان حس شو او ورپسې لړزې زورورې شوې.

د زلزلې د ارزونې یوې ادارې ويلي، چې یاده زلزله د ریختر په کچه ۵،۳ درجې وه، چې د تاجکستان یو شمېر سیمې یې هم لړزولې دي.

یو شمېر سرچینو د دغې زلزلې مرکز د تاجکستان ورزاب ښودلی دی.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویلي شوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ