طالبان:د خوست هغه درې طالبان مو نیولي چې یو کس یې صحرايي محاکمه کړی او ویډيو یې ترې اخیستې

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۳

له افغانستان انټرنشنل څخه د وېډیو او راپور له خپرېدو وروسته نن طالبانو اعلان وکړ، چې هغه درې تنه طالب وسلوال یې نیولي چې څه موده وړاندې یې په خوست کې د یو ځوان د سر وېښتان او برېتونه قیچي کړي وو.

دغه ځوان بادشاه زالله نومیږي او د خوست د تڼیو ولسوالۍ د للمي کلي اوسیدونکی دی.

د طالبانو د خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن سې شنبه د ( لړم ۲۳مه ) د یوې خبرپانې خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت لپاره د طالبان امنیه قوماندان له هغه خوستي ځوان سره لیدلي چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې طالب وسلوالو صحرايي محاکمه کړی و او بیا ترې وېډیو ثبت کړې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي هغه درې تنه طالب وسلوال د طالبانو خوست امنیه قوماندانۍ په امر نیول شوي دي.

افغانستان انټرنشنل د ویډیو په اړه د لړم ۲۱ مه د خوست تڼیو ولسوالۍ له اوسیدونکو سره خبرې وکړې او موندنې ښیي چې دغه ویډیو څو موده وړاندې ثبت شوې ده.

که څه هم د بادشاه زالله جرم نه دی معلوم؛ خو په دغه وېډيو کې یو طالب په خبرو کې وايي، چې کواکې د طالبانو په شان څېره یې جوړه کړې ده او د «مجاهد» له نومه ناوړه ګټه اخلي.

دغه خوستی ځوان په ژړغوني غږ طالب ته وايي، چې برېتونه دې ورته نه قیچی کوي؛ خو طالب وسلوال یې خبرو ته پام نه کوي او د سر وېښتانو ترڅنګ یې برېتونه هم ور قیچي کوي.

دا ځوان په خبرو کې وايي:"تر دې یې مړ وی؛ نو به ښه و"، په مقابل کې یو طالب ورته وایي:" که زموږ قوماندان ته دا خبره وکړې، ممکن هغه دې ووژني".

څو میاشتې وړاندې په کندهار کې ناست د طالبانو مشر ملا هبت الله یو فرمان صادرلو سره امر وکړ، چې له دې وروسته هېڅ طالب له محکمې پرته د هېڅ مجرم ته سزا نه شي ورکولی.

په دغه فرمان کې راغلي وو، چې مجرم ته د سزا ورکولو پرمهال د انځورونو او وېډیوګانو اخیستو اجازه نه شته.

دغه وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو افغانانو پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

د خوست یوه اوسیدونکي لیکلي وو:"دا کس بله لاره نه لري ترڅو د طالبانو پرضد وسله واخلي او وجنګیږي، دا یوه صحرايي محاکمه ده او هېڅ څوک دا حق نه لري چې د چا غرور مات کړي".

د خوست یو بل اوسیدونکي لیکلي وو: " که هر څومره لوي مجرم وي، دوی حق نه لري چې داسې چلند ورسره وکړي، که دوی دا صلاحیت لري نو بیا عدلي او قضايي ارګانونه د څه لپاره دي".

له دې وړاندې هم ورته وېډیوګانې خپرې شوې دي، خو تر اوسه طالبانو خپل وسلوال د ورته کړنو له امله نه دي محاکمه کړي.

نیوکې دا دي، چې طالبان د خپلو غړو د محاکمه کولو لپاره کوم قانون نه لري او دغې ډلې په افغانستان کې د رسنیو سانسورولو سره له مطبوعاتو هم پر طالبانو د نیوکو چانس اخیستی دی.

اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د دې وېډیو له خپرېدو سره به اوس طالبانو د خپل مشر ملا هبت الله له فرمانه سرغړونکي طالب وسلوال د نورو افغانانو په څېر علني محاکمه کړي او که نه؟

نور خبرونه

رادیو