• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمدالله متقي: په زنده‌جان ولسوالۍ کې د ۶۵۰ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۹ GMT+۰

په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې دوی د لړم په ۲۲مه په زنده‌جان ولسوالۍ کې د ۶۵۰ کورونو جوړولو چارې پیل کړې.

نوموړي دا رنګه ویلي، چې دغه کورونه به په ۴۵ ورځو کې په اساسي او بنسټېزه توګه ورغول شي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د هرات په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې د سختې زلزلې له امله د ګڼو کسانو د مرګ ژوبلې تر څنګ په ګڼو کلیو کې زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي وو.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس چې د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدو کمېسیون ویاند هم دی، پژواک خبري اژانس ته یې دا هم ویلي، دغه کورونه چې د دوی له‌خوا جوړېږي او هر کور به دوه خونې، دهلېز او یو تشناب ولري ۱۴۰ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
تر متقي وړاندې د طالبانو د ډلې مشر ویاند ذبیح الله مجاهد شاوخوا شل ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و، چې دوی به په زلزله ځپلو سیمو کې ۲۵۰۰ کوره په پاخه او اساسي بڼه جوړوي؛ خو دا دی اوس دغه شمېر ۶۵۰ ته راښکته شوی دی.
دا مهال د زنده‌جان او غوریانو په ولسوالۍ کې ګڼ بې‌کوره شوي خلک تر شنه اسمان لاندې په بېدیا ژوند تېروي او د مني د سړو سېلیو له امله هلته خورا زیاتې موسمي ناروغۍ هم ګډې شوې دي.
له بله پلوه یو شمېر کارپوهان او انجنییران هم دا نه مني، چې په دومره لنډ تنګ وخت کې دې طالب چارواکي وتوانېږي چې ۶۵۰ کورونه جوړ او د خلکو ستونزې دې له دې امله هوارې شي.
تر دې وړاندې ګڼو هراتیانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د سرپناه د نشتوالي تر څنګ نورې مرستې هم تر دوی سمې نه دي رسېدلې او تر ډېره یې د مرستو په وېش کې له ناسم مدیریته شکایتونه لرل.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي