• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې افغان فعالان: د پاکستان حکومت د پرېکړې موخه یوازې د افغانانو اېستل دي

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۷ GMT+۰

په پاکستان کې یوشمېر افغان فعالان په پاکستان حکومت نیوکه کوي، چې تر دې دمه د افغان کډوالو د اېستنې پرته د نورو هېوادونو د اوسېدونکو د اېستلو راپور نه دی ورکړل شوی. دغه فعالان وایي، د پاکستان دغه کړنه دا په ډاګه کوي چې د دغې پرېکړې موخه یوازې د افغانانو اېستل دي.

دغه فعالانو د نوم نه اخیستو په شرط ویلي، چې د دغې پرېکړې تر اعلان وروسته یې په ټولو پاکستاني رسنیو کې یوازې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو راپورونه اورېدلي او تر دې مهاله د نورو هېوادونو د وګړو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکو د دغې ادعا په ردولو سره ویلي چې موخه یې یوازې د یوه قوم په نښه کول نه دي؛ خو دغه فعالان وایي، چې دا یوازې د دوی د خولې خبرې دي‌، حقیقت بل څه دی.

له بلې خوا یوه اونۍ وړاندې د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر ویلي و، چې د بې اسناده کډوالو له اېستلو وروسته به دوی د راجستر شویو کسانو پر وړاندې هم عملیات پېل کړي او د دغه کسانو د اېستلو لړۍ به هم پیل شي.

په ورته مهال همدا تېره ورځ ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په تېرو دوو میاشتو کې ۳۲۷ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۳

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې هېوادونو څه وویل؟

۴
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۵

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي