• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسي په بشریت ضد جرمونو کې د لاس لرلو په تور د بشارالاسد د نیولو حکم صادر کړ

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۰

فرانسوي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد یوې محکمې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د نیولو نړۍوال حکم صادر کړی دی.

دا حکم د بشارالاسد او د هغه درېیو کسانو پر وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې دمشق ته څېرمه په یوه سیمه کې په کیمیاوي برید کې د «جنګي جرمونو په ترسره کولو کې د لاس لرلو» له امله صادر شوی.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) د معلوماتو له مخې؛ د سارین ګاز په کارولو سره دغه برید کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي وو.

د راپورونو له مخې؛ په دغه برید کې ډېری وژل شوي کسان ملکي وګړي وو.

د روسیې حکومت هغه مهال د دغه برید پړه پر هغو مخالفو ځواکونو اچولې وه، چې د بشارالاسد حکومت ورسره په جګړې بوخت و.

د بشارالاسد سربیره د هغه د ورور چې د سوریې د استخباراتو د ادارې مشري کوي او د دغه هېواد د پوځ د دوو نورو قوماندانانو د نیولو حکم صادر شوی دی.

د بشریت ضد جنایتونو قضیه د ۲۰۲۱میلادي کال په مارچ میاشت کې د سوریې د بیان د ازادۍ او د رسنیو مرکز نادولتي سازمان په شکایت سره پیل شوه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د لسو کلونو په تېریدو، لا د سوریې رژیم د خپلو کیمیاوي وسلو د زېرمو د وضعیت په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

دغه وزارت ویلي، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې "د ملګرو ملتونو او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي ادارې خپلواکو څېړنو ښودلې چې د سوریې رژیم د لږ تر لږه نهو کیمیاوي بریدونو مسوول دی".

پاریس ټینګار کوي، چې «له ۲۰۱۳ کال راهیسې د سوریې د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو بار - بار کارول دا ښيي، چې زیرمې له منځه نه دي تللي او همدا راز دا د سوریې د خلکو لپاره، د سیمې او نړۍوال امنیت ته ګواښ دی».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي په ټانک کې یې ۷ وسلوال وژلي، خو ټي ټي پي وايي ۴ سرتېري یې وژلي

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو اداره «ای ایس پي ار» وايي، چې د خیبر پښتونخوا د ټانک په مچان خېل سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې اوه وسلوال وژلي دي. بل خوا ټي ټي پي ته نږدې سرچینې وايي، چې په دې مخامخ جګړه کې د دوی درې ملګري او په مقابل کې څلور پوځیان هم وژل شوي.

د ای ایس پي ار خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه عملیات د چهارشنبې په ورځ «د لړم ۲۴مه» د کشفي معلوماتو په اساس شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا وسلوال له سرتېرو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي او دوی په دغه سیمه کې هدفي وژنې کولې.

بل خوا په ټیلګرام کې ټي ټي پي ته نږدې کانال "الجهاد" بیا د پاکستاني پوځ د عملیاتو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې د دوی درې ملګري وژل شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې په مخامخ نښته کې د پاکستان د پوځ د یو لوړه رتبه افسر په ګډون څلور پوځیان وژل شوي دي.

په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان په مختلفو سیمو په تېره خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پوځ او وسلوالو تر منځ مخامخ نښتې رامنځته کیږي، چې دواړه خواوې د تلفاتو په اړه مختلف ارقام وړاندې کوي.

د غزې شفا روغتون کې د اسراییل عملیاتو سره فلسطیني چارواکو د نړیوالې ټولنې مداخله وغوښته

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د غزې شفا روغتون ته د اسراییلي پوځ ننوتو سره د فلسطین کورواکه ادارې د بهرنیو چارو وزارت په دغه روغتون کې د زرګونو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د نړیوالې ټولنې د سملاسي مداخلې غوښتنه وکړه. سپینې ماڼۍ ویلي، پر دې روغتون د برید او پکې د ډزو د تبادلې ملاتړ نه کوي.

د اسراییل پوځ د چارشنبې په ورځ شفا روغتون ته ننوتلو سره وویل، په دغه روغتون کې د حماس پرضد هدفي عملیات کوی.

د اسراییلي پوځ راډیو وايي، روغتون ته له ننوتو مخکې یې د حماس پنځه وسلوال وژلي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند ویلي امریکا نه غواړي چې په روغتون کې بې ګنا خلک او ناروغان د ډزو تبادله کې ووژل شي.

جان کربي زیاتوي، د حماس چارې د ولسي وګړو د خوندیتوب په اړه د اسراییل مسوولیت نه کموي.

تر دې مخکې اسراییل ویلي چې روغتون ته ننوتلو سره یې عملیات پیل کړي دی.

د اسراییل پوځ وايي، حماس د دې روغتون ځمکتل کې د قومندې یو مرکز لري.

په کانګرس کې پخوانی افغان جنرال: د طالبانو د جهاد اور به له پاکستانه منځني ختیځ ته خپور شي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د افغانستان د پوځ پخواني جنرال سمیع سادات د سې شنبې په ورځ د امریکا کانګرس کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو بریا په منځني ختیځ کې حماس او نورو اورپکو ډلو ته انګیزه او حوصله ورکړې ده. هغه خبرداری ورکړ چې د طالبانو د جهاد لړۍ به ټول منځني ختیځ ته پراخه شي.

سادات ادعا وکړه چې "په افغانستان کې د القاعدې ۱۶۰۰۰ جنګیالي روزل کیږي".

هغه دا ادعا هم وکړه چې د بګرام په هوايي ډګر کې چې د امریکا پخوانۍ اډه د بهرنیو ترهګرو د روزنې مرکز ګرځېدلی دی.

هغه وویل چې د طالبانو د دفاع وزارت د خپلو ځواکونو د روزنې لپاره د القاعدې د روزنې لارښود کاروي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د سې شنبې په ورځ دوه غونډې وکړې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د طالبانو او افغانستان په اړه د بایډن د ادارې پالیسي وڅېړي.

جنرال سادات د کانګریس استازو ته خبرداری ورکړ، چې د طالبانو جهاد به له افغانستان وروسته په پاکستان کې هم وغځېږي او لمن به یې منځني ختیځ ته پراخه شي.

هغه وویل، چې طالبان په فکري توګه د افغانستان له پولو بهر د جهاد په پراخولو باور لري او حتا د ایران سپاه پاسداران په دې برخه کې له طالبانو سره په همکارۍ تورنوي.

ملګري ملتونه وايي چې د هرات د زلزلې نېږدې ټول قربانیان بزګران دي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې نېږدې ټول زیانمن او قربانیان بزګران دی. دغه سازمان د سې شنبې په ورځ وویل، چې دوی د هرات په ولسوالیو کې له ۴ زرو څخه زیاتو زیانمنو کورنیو سره مرسته کړې چې عایداتي سرچینو ته لاسرسی پېدا کړي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې لومړیتوب یې بنسټیزې مرستې دي او د بېړنیو اړتیاو د حل کولو پر ځای به د هرات په اغیزمنو ولسوالیو کې د کروندګرو د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.

په یادښت کې زیاته شوې، چې له دغو مرستو څخه به څه باندې څلور زره زلزله ځپلې کورنۍ ګټه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره په داسې حال کې د زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو خبره کوي، چې مرستندویه سازمانونه په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر دې مخکې ویلي وو، چې د ټولو هغو مرستو چې د زلزله ځپلو د اړتیاو د پوره کولو لپاره غوښتل شوې، یوازې ۲۶ سلنه یې چمتو دي.

هرات یوه میاشت مخکې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې ولړزاو، چې په ترڅ کې یې د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ګډون د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې هم پراخې ویجاړۍ رامنځ ته شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، چې د دغې زلزلې له ۹۰ سلنې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د سیګار مشر: افغانستان کې د امریکا د بشري مرستو لویه برخه د طالبانو جیبونو ته ځي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ډلې (سیګار) مشر وايي، چې د امریکا او نړۍوالو مرستو یوه د پام وړ برخه د طالبانو جیبونو ته ځي. جان ساپکو ویلي، چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې مرستې د ترهګرۍ لپاره د خوړو سرچینه ګرځېدلې او د طالبانو د بدیل لار هم نه لیدل کیږي.

نوموړي نن سې شنبه ( د لړم ۲۳مه) د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې وویل، چې طالبان له بهرنیو مرستندویه پروژو او مرستو څخه باج اخلي او دا ډله مرستندویه ادارو ته مرسته اخیستونکي مشخصوي.

جان ساپکو زیاته کړې، چې طالبان پر ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي موسسو فشار راوړي، چې د مرستو په وېش کې د دې ډلې غړو او خپلوانو ته مرستې ورکړي.

د امریکا د ځانګړي مفتش په وینا؛ د نړۍوالې ټولنې او امریکا له مرستو څخه د زیاتې ګټې اخیستنې په موخه د طالبانو مداخله د ملګرو ملتونو پر مرستندویه ادارو او نورو مرستندویه موسسو فشار راوړي چې قراردادونه یوازې هغو شرکتونو او موسسو ته ورکړي چې له دې ډلې سره تړلي دي.

ښاغلي ساپکو زیاته کړه، چې طالبانو په مرستندویه موسسو کې خپل استخباراتي استازي ګمارلي چې د دغو سازمانونو فعالیتونه وڅاري؛ چې له مخې یې هغو سیمو او خلکو ته مرستې رسیږي کوم چې دا ډله یې غواړي.

د جان ساپکو په وینا؛ طالبان هم د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو موسسو د پروژو له تطبیق څخه مالیه ټولوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش په دغه هېواد کې له اړو کسانو سره د مرستو د رسولو په برخه کې د طالبانو کړنې د ژورې اندیښنې وړ وبللې.

هغه وویل چې د پخوا په څېر د امریکا مرستې د ترهګرو لپاره د خوراک سرچینه ګرځیدلې او په عین حال کې د دې ډلې د فاسدو چارواکو جیبونه ډکوي.

سیګار دې پایلې ته رسېدلی، چې د افغانستان په څېر هېواد کې د مرستو له دوام پرته بله چاره نه شته.

ساپکو زیاته کړه، چې له طالبانو څخه تېرېدل ناشوني دي؛ خو امریکا کولی شي د ځینو اقداماتو په کولو او د مرستو د څارنې لپاره د درېیمې ادارې په ټاکلو سره د طالبانو لاس ته د مرستو د یوې لویې برخې د تللو مخه ونیسي.