• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل د بریدونو له امله په غزه کې د لسګونو روغتونونو چارې په ټپه درېدلې دي

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۲ GMT+۰

په غزه کې د ماشومانو په ګډون زرګونه ولسي خلک یا د اسراییل د بریدونو او یا هم د روغتیایي چارو د ټکني کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي. په غزه کې له جګړو مخکې شاوخوا دیرش روغتونونه په روغتیايي خدمتونو بوخت و، خو اوسمهال د شلو روغتونونو چارې په بشپړه توګه بندې شوې دي.

په دغو روغتونونو کې چې د سلګونه فلسطیني ناروغانو او ټپیانو درملنه کېدله، سون توکي او نورې روغتیايي اسانتیاوې ختمې شوې دي.
سره له دې چې اسراییلي پوځیانو دغه روغتونونو ته د یوه اندازه توکو د لیږد اجازه ورکړې، خو دوی همداراز وایي چې حماس له روغتونونو او نورو عامه تاسیساتو پوځي ګټه اخلي.
حماس بیا د اسراییل دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې، په غزه کې ۱۳۰ ماشومان مصنوعي ساه اخلي او د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
له دې سره، د سره صليب نړيوالې کميټې هم ويلي چې په غزه کې د ډيرو فعالو روغتونونو چوپړونه بند شوي دي.
د سره صلیب د کمیټې استازې آلنا سیننکو له یوې رسنۍ سره په مرکه کې د غزې د تړانګې د خلکو د روغتیايي وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې غزه اوس په یوه کړکیچن حالت کې ده.
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په ځلونو له اسراییل د اوربند غوښتنه شوې خو اسراییل وایي تر هغه چې د دوی یرغمل شوي وګړي د حماس له خوا خوشې شوي نه وي اوربند ته غاړه نه ږدي.
اخوا په غزه کې د ولسي وګړو په نښه کېدل هم له نړیوالو غبرګونو سره مخ شوي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو پر دوام د فلسطین یا د اسراییل په ملاتړ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پراخ لاریونونه شوي دي.
د فلسطین په ملاتړ لاریون کونکي وایي چې باید اسراییل اوربند وکړي خو د اسراییل ملاتړ کونکي لاریونوال بیا وایي چې په بشپړه توګه د حماس ډلې تر له منځه تلو باید اسراییل خپلو بریدونو ته دوام ورکړي
د حماس او اسراییل ترمنځ په جګړه کې تر اوسه ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او تر ۲۴۰ ډېر کسان یرغمل شوي دي.
په ورته وخت کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۱۱ زره کسان وژل شوي چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

روسیه پر دې غور کوي چې خپله یوه برخه تېل د پروسس لپاره افغانستان ته ولېږدوي

•
•
•

نور کیسې

په کانګرس کې پخوانی افغان جنرال: د طالبانو د جهاد اور به له پاکستانه منځني ختیځ ته خپور شي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۲ GMT+۰
په کانګرس کې پخوانی افغان جنرال: د طالبانو د جهاد اور به له پاکستانه منځني ختیځ ته خپور شي
100%

د افغانستان د پوځ پخواني جنرال سمیع سادات د سې شنبې په ورځ د امریکا کانګرس کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو بریا په منځني ختیځ کې حماس او نورو اورپکو ډلو ته انګیزه او حوصله ورکړې ده. هغه خبرداری ورکړ چې د طالبانو د جهاد لړۍ به ټول منځني ختیځ ته پراخه شي.

سادات ادعا وکړه چې "په افغانستان کې د القاعدې ۱۶۰۰۰ جنګیالي روزل کیږي".

هغه دا ادعا هم وکړه چې د بګرام په هوايي ډګر کې چې د امریکا پخوانۍ اډه د بهرنیو ترهګرو د روزنې مرکز ګرځېدلی دی.

هغه وویل چې د طالبانو د دفاع وزارت د خپلو ځواکونو د روزنې لپاره د القاعدې د روزنې لارښود کاروي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د سې شنبې په ورځ دوه غونډې وکړې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د طالبانو او افغانستان په اړه د بایډن د ادارې پالیسي وڅېړي.

جنرال سادات د کانګریس استازو ته خبرداری ورکړ، چې د طالبانو جهاد به له افغانستان وروسته په پاکستان کې هم وغځېږي او لمن به یې منځني ختیځ ته پراخه شي.

هغه وویل، چې طالبان په فکري توګه د افغانستان له پولو بهر د جهاد په پراخولو باور لري او حتا د ایران سپاه پاسداران په دې برخه کې له طالبانو سره په همکارۍ تورنوي.

ملګري ملتونه وايي چې د هرات د زلزلې نېږدې ټول قربانیان بزګران دي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۶ GMT+۰
ملګري ملتونه وايي چې د هرات د زلزلې نېږدې ټول قربانیان بزګران دي
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اعلان کړی، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې نېږدې ټول زیانمن او قربانیان بزګران دی. دغه سازمان د سې شنبې په ورځ وویل، چې دوی د هرات په ولسوالیو کې له ۴ زرو څخه زیاتو زیانمنو کورنیو سره مرسته کړې چې عایداتي سرچینو ته لاسرسی پېدا کړي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې لومړیتوب یې بنسټیزې مرستې دي او د بېړنیو اړتیاو د حل کولو پر ځای به د هرات په اغیزمنو ولسوالیو کې د کروندګرو د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.

په یادښت کې زیاته شوې، چې له دغو مرستو څخه به څه باندې څلور زره زلزله ځپلې کورنۍ ګټه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره په داسې حال کې د زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو خبره کوي، چې مرستندویه سازمانونه په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر دې مخکې ویلي وو، چې د ټولو هغو مرستو چې د زلزله ځپلو د اړتیاو د پوره کولو لپاره غوښتل شوې، یوازې ۲۶ سلنه یې چمتو دي.

هرات یوه میاشت مخکې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې ولړزاو، چې په ترڅ کې یې د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ګډون د افغانستان په لوېدیځو سیمو کې هم پراخې ویجاړۍ رامنځ ته شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، چې د دغې زلزلې له ۹۰ سلنې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د سیګار مشر: افغانستان کې د امریکا د بشري مرستو لویه برخه د طالبانو جیبونو ته ځي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۱ GMT+۰
د سیګار مشر: افغانستان کې د امریکا د بشري مرستو لویه برخه د طالبانو جیبونو ته ځي
100%

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ډلې (سیګار) مشر وايي، چې د امریکا او نړۍوالو مرستو یوه د پام وړ برخه د طالبانو جیبونو ته ځي. جان ساپکو ویلي، چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې مرستې د ترهګرۍ لپاره د خوړو سرچینه ګرځېدلې او د طالبانو د بدیل لار هم نه لیدل کیږي.

نوموړي نن سې شنبه ( د لړم ۲۳مه) د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټې کې وویل، چې طالبان له بهرنیو مرستندویه پروژو او مرستو څخه باج اخلي او دا ډله مرستندویه ادارو ته مرسته اخیستونکي مشخصوي.

جان ساپکو زیاته کړې، چې طالبان پر ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي موسسو فشار راوړي، چې د مرستو په وېش کې د دې ډلې غړو او خپلوانو ته مرستې ورکړي.

د امریکا د ځانګړي مفتش په وینا؛ د نړۍوالې ټولنې او امریکا له مرستو څخه د زیاتې ګټې اخیستنې په موخه د طالبانو مداخله د ملګرو ملتونو پر مرستندویه ادارو او نورو مرستندویه موسسو فشار راوړي چې قراردادونه یوازې هغو شرکتونو او موسسو ته ورکړي چې له دې ډلې سره تړلي دي.

ښاغلي ساپکو زیاته کړه، چې طالبانو په مرستندویه موسسو کې خپل استخباراتي استازي ګمارلي چې د دغو سازمانونو فعالیتونه وڅاري؛ چې له مخې یې هغو سیمو او خلکو ته مرستې رسیږي کوم چې دا ډله یې غواړي.

د جان ساپکو په وینا؛ طالبان هم د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو موسسو د پروژو له تطبیق څخه مالیه ټولوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش په دغه هېواد کې له اړو کسانو سره د مرستو د رسولو په برخه کې د طالبانو کړنې د ژورې اندیښنې وړ وبللې.

هغه وویل چې د پخوا په څېر د امریکا مرستې د ترهګرو لپاره د خوراک سرچینه ګرځیدلې او په عین حال کې د دې ډلې د فاسدو چارواکو جیبونه ډکوي.

سیګار دې پایلې ته رسېدلی، چې د افغانستان په څېر هېواد کې د مرستو له دوام پرته بله چاره نه شته.

ساپکو زیاته کړه، چې له طالبانو څخه تېرېدل ناشوني دي؛ خو امریکا کولی شي د ځینو اقداماتو په کولو او د مرستو د څارنې لپاره د درېیمې ادارې په ټاکلو سره د طالبانو لاس ته د مرستو د یوې لویې برخې د تللو مخه ونیسي.

مککال: د امریکا اوسنۍ تګلارې ته په کتو امریکا د طالبانو حکومت د مشروع حکومت په توګه پېژني

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۳ GMT+۰
مککال: د امریکا اوسنۍ تګلارې ته په کتو امریکا د طالبانو حکومت د مشروع حکومت په توګه پېژني
100%

د امريکا د کانګرس د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر افغانستان ته د امريکايي مرستو پر لېږلو او څارنې نيوکه وکړه او د طالبانو په اړه يې د امريکايي چارواکو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې د امریکا اوسنۍ تګلارې ته په کتو امریکا د طالبانو حکومت د مشروع حکومت په توګه پېژني.

مایکل مککل، چې د کانګرس یو له جګپوړو شخصیتونو څخه دی، د سې شنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د بیا کتنې لپاره غونډه وکړه.

هغه په ​​خپلو پرانیستونکو څرګندونو کې وویل: "د بایډن حکومت په هر قیمت له طالبانو سره د اړیکو پالیسي تعقیبوي او په دې کې پاتې راغلی چې له طالبانو سره حساب وکړي".

په ورته وخت کې نوموړي د طالبانو په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې ناسمې وبللې.

د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي په ګډون امریکايي چارواکو له داعش سره د مبارزې، د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو په کنټرولولو کې د طالبانو ستاینه کړې ده.

مککال د بایډن ادارې ته یادونه وکړه چې "د القاعدې مشر ایمن الظواهري د حقاني شبکې تر محافظت لاندې د کابل په ښار کې ژوند کاوه".

هغه وویل چې طالبان د القاعدې په څېر له ترهګرو سازمانونو سره همکاري کوي او تحریک طالبان پاکستان ته وسلې ورکوي.

که څه هم امریکا له افغانستانه وتلې؛ خو دغه هېواد لا هم له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو ستر تمویلونکی دی.

د رسمي شمېرو له مخې؛ امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره ۲،۵ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، چې دغه مرستې افغانستان ته د "ضرر رسوونکې" په بڼه استول کېږي.

هغه وویل؛ طالبان توانیدلي چې دا مرستې په خپله ترلاسه کړي او د خپلو "ناوړو موخو" لپاره یې وکاروي.

مکل وویل: "له بده مرغه طالبان دغه مرستې غلا کوي او ترې ناوړه ګټه پورته کوي. د طالبانو لاسوهنه او له نړۍوالو مرستو ناوړه ګټه اخیستنه سږکال ۳۲ سلنه زیاته شوې ده".

په ورته وخت کې د سیګار مشر جان ساپکو له افغانستان سره د امریکا د مرستو پر بهیر نیوکه کړې او ویلي يې دي، چې دغو مرستو د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نه دی راوستی.

نوموړي د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنۍ د یوې برخې پر خلاصېدو هم نیوکه کړې ده.

طالبان له پاکستان او ازبکستان سره په درې اړخیزې سوداګرۍ غږیدلي

۲۳ لړم ۱۴۰۲ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۷ GMT+۰
طالبان له پاکستان او ازبکستان سره په درې اړخیزې سوداګرۍ غږیدلي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له پاکستان او ازبکستان سره د افغان ټرانس ریل پټلۍ په راتلونکو پړاوونو، درې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ، د سیمه ییز اتصال پر ستونزو او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ (د نومبر ۱۴مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزه غونډه کې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي ګډون وکړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغان ټرانس ریل پټلۍ په راتلونکو پړاوونو، درې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ، د سیمه ییز اتصال پر ستونزو او اړوندو مسایلو خبرې کړي.

تر اوسه د درې اړخیزو ژمنو په تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت یا هم نورو طالب چارواکو څه نه دي ویلي.