• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نوښار په پبو سیمه کې یو افغان کډوال د خپلې پاکستانۍ مېرمنې په وژلو تورن شوی

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۶ GMT+۰

ځايي پولیس وایي، تورن کس غوښتل خپله مېرمن له ځانه سره افغانستان ته ولېږدوي چې د هغې د انکار له امله نوموړي خپله مېرمن ووژله.

د تورن نوم محمد اصف ښودل شوی او ویل کېږي، چې لس کاله مخکې یې له یوې پاکستانۍ سره واده وکړ او دا مهال څلور ماشومان لري.
د پولیسو په وینا، محمد اصف د پبو په ښارګوټي کې د قصابۍ دوکان لاره، له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت د بې اسناده کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه، نو محمد اصف هم اړ و چې خپله مېرمن او ماشومان افغانستان ته ولېږدوي، کله چې هغې له تګه انکار وکړ؛ نو اصف هغه په ډزو ووژله.
د نوښار پولیس وايي، له قتله وروسته اصف له خپلې یوې لور او درېیو زامنو سره په تېښته بریالی شوی او پولیس یې د نیولو هڅه کوي.
دا ښايي لومړۍ او وروستۍ پېښه نه وي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو تر منځ پېښیږي، تر دې وړاندې تېره اونۍ هم هغه افغان کډوال په کراچۍ کې د خپلې مېرمن د پخواني خاوند له لورې وژل شوی و، چې غوښتل یې خپله مېرمن او بچیان له ځانه سره افغانستان ته ولېږدوي.
په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو کې ګڼو افغانانو د پاکستانیو مېرمنو او افغانو مېرمنو له پاکستاني نارینه‌وو سره ودونه کړي؛ خو اوس چې د بې اسنادو کډوالو د ستنولو خبره مخې ته راغلې دغه شان پېښې رامنځته کېږي، ځکه تر دې مهاله په پاکستان کې د دغه شان کډوالو له پاره د تابعیت قانون ناڅرګند دی، چې له امله یې دواړو خواوو ته یې زیاتې ستونزې راولاړې کړې دي.

ډېر لیدل شوي

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي
۱
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۲

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۳

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی

۴

د ویزو سربېره؛ په پاکستان کې افغان محصلین وایي لاهم ټولګیو ته د داخلېدو اجازه نه‌لري

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی