د میانمار ۲۹ نور پوځیان د وسلوالو له برید وروسته هند ته واوښتل

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۵

د هند چارواکي وايي، د دغه هېواد په ګډه پوله کې د وسلوالو په برید پسې د پنجشنبې په ورځ د میانمار ۲۹ پوځیان ور واښتل.

د روانې اونۍ په لومړیو کې هم چې وسلوالو د میانمار یو سرحدي پوځي کوټ ونیو، ۴۳ پوځیان د هند میزورام صوبې ته اوښتي وو.

میانمار کې پوځ له لسیزو راهیسې د مسلمانو لږکیو او نورو وسلوالو سره جنګېدلی دی؛ خو د ۲۰۲۱ کال له کودتا راهیسې د پوځ ضد ځواکونو ترمنځ بې سارې همغږي ډېره شوې ده.

د حکومت ضد وسلوال د پوځ پر مرکزونو ډرون بریدونه کوي او ویل کېږي دې وروستیو کې ځینې سرحدي سیمو کې پوځ خپلې پوستې خالي کړې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ