طالبانو په پنجشیر کې د زمردو د ۴۰ نویو کانونو د کشف خبر ورکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۵

د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۵مه) طالبانو د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د زمردو د ۴۰ نویو کانونو د کشف خبر ورکړ.

تر دې وړاندې هم طالبان په پنجشير کې د ځېنو قیمتي توکو کانونو د اېستلو او پلور د قرارداد خبر ورکړی و.

د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس د پنجشير ولايت د طالبانو د کانونو او پټروليم د مشر قاسم اميري له خولې ليکلي چې په دغه ولايت کې دا مهال څه ناڅه ١٢٥٠ د زمردو کانونه کشف شوي دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د روان کال په زمري میاشت کې اعلان وکړ چې د زمردو ۲۰۰ کان کیندونکو ته یې د کار جوازونه ورکړي دي. دغې ډلې تر دې مخکې هم په څو بېلابېلو برخو کې د پنجشیر زمرد پر سوداګرو د پلور اعلان کړی و.

نور خبرونه

رادیو