سندي چارواکي: ۲۸۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږل شول

د سند د پولیسو افسر جنرال رفعت مختار په وینا، څه باندې ۲۸ زره بې اسناده افغانان خپل هېواد ته لېږل شوي دي. د نوموړي په وینا، د کورا کور چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یې دغه کسان نیولي دي.

د سند د پولیسو افسر جنرال رفعت مختار په وینا، څه باندې ۲۸ زره بې اسناده افغانان خپل هېواد ته لېږل شوي دي. د نوموړي په وینا، د کورا کور چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یې دغه کسان نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د اسلام اباد په ځینو ښارګوټو کې هم د افغانانو د نیولو لپاره ځینې عملیات پیل شوي وو.
له بلې خوا، پرون هم ځېنې راپورونه لاس په لاس کېده چې د پېښور په ځینو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات روان وو.د شمېرو له مخې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر دې مهاله څه نا څه درې نیم لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.


د افغان کډوالو یوه ډله د یونان او ترکیې تر منځ اوبو کې د دواړو هېوادونو د سمندري ساتونکو د «بد چلند او تاوتریخوالي» سره مخامخ شوې ده.
له دغې ډلې یو تن کډوال افغانستان انټرنشنل ته وویل: «یوناني پولیسو زموږ له نیولو وروسته زموږ ګرځنده ټیلیفونونه هم را ځینې واخیستل او له بېړۍ یې ماشین و اېست او موږ یې په اوبو کې خوشې کړو.»
دغه کډوال چې شمېر یې ۴۹ تنه وو وايي، چې هغوی د نومبر په نهمه نېټه د ترکیې د بدروم له سیمې څخه په یوې بادي بېړۍ کې د یونان د کالیمنوس ټاپو پر لور وخوځېده.
د دغو کډوالو په وینا، هغوی درې ساعته په اوبو کې مزل کړی و چې د یونان د سمندري ساتونکو سره مخامخ شول.
له دغو کډوالو له ډلې یو یې وویل، کله چې د یونان سمندری ساتونکو هغو وپېژندل ورپسې شول او پر هغوی یې ډزې وکړې.
هغه زیاته کړه: «له ډېرې وېرې او ترهې وروسته اړ شو، چې خپله بېړۍ ودروو .»
دغه کډوال وايي، د یونان سمندري ساتونکو د دوی ګرځنده تیلیفونونه ترې واخیستل او د هغوی له بېړۍ څخه یې ماشین و اېست او دوی یې په اوبو کې خوشې کړل.
د دغه کډوال په خبره، هغوی په اوبو کې له څلور ساعته لالهاندۍ وروسته دا پلا د ترکیې د سمندري ساتونکو لاس ته ورغلل.
هغه وویل، ترکي پولیسو هغوی اووه ورځې په کمپ کې وساتل چې په دې موده کې له هغوی سره «له تاوتریخوالي او سپکاوي» ډک چلند وشو.
د دې تر څنګ دغه کډوال وايي، چې د ترکیې په کمپ کې هغوی ته یوازې یو وخت «وچه ډوډۍ » په پام کې وه او پولیسو له هغوی پیسې هم اخیستې وې.»
دمګړۍ دغو کډوالو ته «د بېرته ستنولو» پاڼې ورکړل شوي او د ترکیې د یوه هوايي ډګر په ترمینال کې خوشې شوي دي.
په تېرو اونیو کې ترکي رسنیو د لسګونه افغان کډوالو د نیولو خبرونه خپاره کړي و.
ترکي رسنیو د پنجشنبې په ورځ، د (لړم په ۲۵مه) راپور ورکړ، چې د دغه هېواد سمندري ساتونکو د چاناک قلعه کې ۴۹ تنه افغان کډوال چې له یونانه راشړل شوي وو، ژغورلي دي.
د دغه راپور له مخې، د دغو کډوالو بېړۍ د یونان د سمندري ساتونکو لهخوا د ترکیې لورې ته د اېواجېک سمندر خوا ته شړل شوي وو.
ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو نیونې ته زور ورکړی او دغه هېواد ته د کډوالو د ننوتلو او وتلو پر وړاندې یې کوټلي ګامونه پورته کړي دی.
دغه هېواد اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د افغان کډوالو غوره لاره ګڼل کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د افغانانو ستره څپه د ترکیې پر لور راماته شوې ده.

د اروپايي اتحادیې له خوا د بین الافغاني خبرو اترو په دویمې غونډې کې د افغانستان د جمهوري غوښتونکي خوځښت له نورو دخیلو خواو سره د مذاکراتو غوښتنه وکړه. دغه خوځښت په خپلې اعلامیې کې ویلي، چې دوی د یوې ځانګړې طرحې په اساس د جګړې مخالف دي او یوازینۍ حل لاره د مذاکراتو پیل بولي.
د بین الافغاني خبرو اترو دویمه غونډه چې د ترکیې په استانبول ښار کې د اروپايي اتحادیې په کوربه توب جوړه شوې وه؛ پکې یو شمېر افغان سیاستوالو، د مدني ټولنو غړو، د سیاسي احزابو مشرانو او استازو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، راتلونکو ګواښونو او د ټولګډون حکومت پر اړتیا بحثونه وشول.
یاده ناسته پرته د رسنیو له حضوره ترسره شوه.
د جمهوري غوښتونکي خوځښت په اعلامیې کې راغلي، چې دوی په هر حال له پوځي مبارزې سره مخالف دي او په دې باور لري، چې د افغانستان د اوسنیو ننګونو یوازینی حل په بامعنا بین الافغاني مذاکراتو کې دی.
اعلامیه زیاتوي، چې د طالبانو اوسنۍ د غچ اخیستنې، د انحصاري قدرت، پر مېرمنو د ځانګړو فشارونو او د ملاواکۍ پالیسي د افغانستان لپاره لا بحرانونه زېږوي او په سیمه کې به نورې افراطي ډلې وهڅوي چې افغانستان، ګاونډیان او سیمه بې ثباته کړي.
په اعلامیې کې د طالبانو په اړه د نړۍوالې ټولنې په اوسنۍ پالیسي هم نیوکه شوې او ویل شوي، چې د دوی پالیسي او له طالبانو سره روان چلند پایښت نه لري او دا پالیسي په افغانستان کې بحران زېږوونکې ده.
جمهوري غوښتونکو پر نړۍوالې ټولنې، د افغانستان پر ګاونډیانو او د افغانستان په مساله کې د طالبانو په ګډون پر ټولو دخیلو اړخونو غږ کړی، چې د افغانستان مساله دې سطحي نه نیسي او د مشترکو او بامعنا مذاکراتو لپاره دې زمینه برابره کړي.
دوی زیاته کړې، چې د بامعنا مذاکراتو پر بنسټ کېدلی شي، چې په افغانستان کې د یوې ټولګډونه پروسې موجودیت تضمین شي او په افغانستان کې یو مشروع نظام حاکم شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د اروپايي اتحادیې په کوربه توب د بین الافغاني خبرو اترو یوه غونډه د رسنیو له حضور پرته ترسره شوې ده.
تر اوسه پورې د غونډې د پایلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ترکیې ساحلي ځواکونو ۴۹ افغان کډوال چې د یونان له سواحلو څخه د چاناک کلا ښار ته ایستل شوي وو وژغورل. د دغو کډوالو کښتۍ د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا د ایواجیک له سواحلو څخه د ترکیې د اوبو په لور درول شوې وې.
ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د شمالي ساحل د ساتونکو قوماندانۍ دغه کډوال ژغورلي او په ایواجیک کې یې توقیف ځای ته سپارلي دي.
دغه پناه غوښتونکي په دوو پلاستیکي کښتیو کې د چاناک کلا ښار سواحلو ته څېرمه په اوبو کې روان وو.
په یو بل خبر کې د ترکیې ټي ار ټي ویب پاڼې ویلي، چې د بالیکسیر ښار په ایوالیک سیمه کې ۲۴ ناقانونه کډوال نیول شوي، چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه د یونان لسبوس ټاپو ته ولاړ شي.
دغې رسنۍ د نیول شویو کډوالو هویت نه دی په ډاګه کړی.
هغه لارې چې افغانان اروپا ته د تلو لپاره ترې استفاده کوي له ننګونو ډکې او ژوند ګواښونکي دي.
یونان د منځني ختیځ، اسیا او افریقا څخه د کډوالو لپاره یو له اصلي لارو څخه دی، چې اروپایي اتحادیې ته ننوځي.
په وروستیو کلونو کې یونان په پرله پسې ډول د نادولتي موسسو له خوا د پناه غوښتونکو د ایستلو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.
د برېتانیا د یوې نادولتي موسسې د راپور له مخې؛ له په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې دغه هېواد ته د افغان کډوالو د ورتګ بهیر نېږدې څلور چنده زیات شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي؛ تمه کیږي چې د پاکستان د حکومت د وروستي بې اسناده کډوالو د ایستلو پلان په پایله کې به شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغان کډوال په زور یا په رضا افغانستان ته ستانه شي.
د دغو ګڼ شمېر کډوالو راستنېدل د نورو عواملو تر څنګ، د عامې روغتیا د پام وړ اندېښنې را پارولي؛ په ځانګړې توګه د ننوتلو په مختلفو ځایونو کې د پولیو د ویروس د لېږد خطر شتون لري.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د ۷۰۰ زرو افغان راستنېدونکو روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي لپاره یې په یوه مفصل پلان کار کړی، چې دغو روغتیایي اړتیاو د پوره کولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان زیاتوي: «د ساري ناروغیو لوړ خطر، د بې ځایه کېدو ، په کمپونو کې د لنډمهاله ځای په ځای کېدو ، د ژوند خراب شرایط ، موجوده روغتیایي ستونزې ، خوارځواکي ، فزیکي او رواني فشار (په ځانګړي توګه د ډېر عمر لرونکو خلکو او میندواره مېرمنو ترمنځ)، ناامني ، له سختې سړې هوا سره مخ کېدل او په ټولیزه توګه روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی، دا عاملونه کولې شي چې په کمزورې روغتیا او ټولنیز اقتصادي سیسټمونو فشار راوړي، چې دا په راستنیدونکو کډوالو او کوربه ټولنو دواړو باندې ناسمه اغیزه کوي».
د اړینو درملو په کافي اندازه نه شتون دا ننګونې نورې هم پیچلې کوي. راستنیدونکي کډوال د اوږدمهالو ناروغیو؛ لکه شکر او لوړ فشار سره مخ دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې روغتیایي خدماتو ته په ځانګړې توګه د ساري ناروغیو، د مور او ماشوم روغتیایي خدماتو او د میندوارۍ بېړنۍ پاملرنې په برخه کې د محدود لاسرسي له امله د ناروغۍ او مړینې د کچې د زیاتوالي احتمال هم شته.
د دغه بېړني وضعیت د اداره کولو لپاره د روغتیایي خدماتو چمتو کوونکو ظرفیت کې تشه شته.
د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د روغتیا نړۍوال سازمان د روغتیا په برخه کې د یوې مخکښې ادارې په توګه په فعاله توګه د ژوند ژغورنې، لومړني روغتیایي خدمتونو، اړین درمل او اکمالي خدمتونه وړاندې کوي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازي ډاکټر لوو ډاپینګ وویل: "لکه څنګه چې موږ افغانانو ته خپل هېواد ته د بیرته راتګ ښه راغلاست وایو، دا د عامې روغتیا په برخه کې زموږ ټولیز مکلفیت دی چې ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د عامې روغتیا د خطرونو د مخنیوي، چمتووالي او ځواب ویلو لپاره سیستمونه او سرچینې لرو. موږ دلته یو؛ تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ کولې شو د هر چا روغتیایي اړتیاو ته په ځانګړې توګه د مېرمنو، ماشومانو، د ډېرو عمر لرونکو خلکو او نورو زیان منونکو خلکو پاملرنه کولې شو".
د روغتیا نړۍوال سازمان افغانستان ته د ننوتلو په لویو پولو ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې خپل ټیمونه ځای پر ځای کړي دي.
دغه ټیمونه به د ۲۰۰۵ میلادي کال د نړۍوال روغتیایي مقرراتو په اساس دغو راستنیدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په ملاتړ به په سپین بولدک کې (۳۰ بستره) او په تورخم کې (۲۰ بستره) روغتونونه د دوو اونیو په اوږدو ک فعال شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په پام کې لري، چې په ۳ سترو سرحدي سیمو کې موقتي مرکزونه جوړ کړي، چې دا مرکزونه به لومړني روغتیایي خدمتونه او د غیر ساري ناروغیو په شمول د شکر، لوړ فشار، شري او پولیو لپاره ملاتړ چمتو کړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، د پاکستان حکومت هوکړه کړې چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند مالونه سملاسي پرېږدي. دغه سفارت د پنجشنې په ورځ پر خپلې اېکس پانې لیکلي، چې پاکستاني چارواکو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په دوه اړخیزه ناسته کې دا هوکړه کړې ده.
طالبان وايي، چې دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو او صنعت وزیرانو هم ګډون درلود.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزي تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، اسلام اباد په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر څلور زرو ډېر کانتینرونه ایسار کړي دي.
نوموړي د پاکستان دا ګام د د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ تون خلاف وباله او زیاته یې کړه، چې د مالونو له ځنډېدو سره امکان شته افغان سوداګر په میلیونونو اضافي مالیه پرې کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزی د یوه لوړپوړي طالب پلاوي په مشرۍ له څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې دی.
نوموړي پرون د پاکستان او ازبکستان سره په درې اړخیزه غونډه کې د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو زیاتولو اړوند هوکړې هم لاسلیک کړې.