• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا خپلو افسرانو ته د کابل پر هوايي ډګر د داعش برید ټپیانو ژغورلو په پار مډالونه ورکړل

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۱ GMT+۰

د امریکا پوځ د دغه هېواد هوايي ځواک دوو افسرانو ته د کابل په هوايي ډګر کې د داعش د ځانمرګو بریدونو د ټپیانو په ژغورلو کې د هغوی د رول له امله د برونزو ستوري مډالونه ورکړل. کارلوس منډوزا او مورګان په ګډو عملیاتو کې ۳۸ ټپیان او د کورنیو ۴۰ غړي یې ژغورلي وو.

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ (د لړم ۲۶مه) اعلان وکړ چې دغه جایزې دوی ته د لړم په ۱۸مه د هوايي لیږد رالیږد ټولنې په کلني پروګرام کې ورکړل شوې.
د امریکا د میلیټري ټایمز د خبري آژانس د راپور له مخې، د "برونز ستوري" جایزه د امریکا د پوځ یو له لوړو جایزو څخه ده.
دا جایزه هغو سرتیرو ته ورکول کیږي چې د وسله وال دښمن سره د جګړې پرمهال یې د الوتنې له عملیاتو بهر غوره کارنامې ترسره کړې وي.
له افغانستانه د امریکایي ادارو د سیمه ییزو همکارانو د اېستلو په عملیاتو کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي د میاشتې په څلورمه نیټه د داعش په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول.
دا په نړۍ کې د هوایي عملیاتو تر ټولو لوی عملیات بلل شوي، او په پلي کېدو سره یې د کابل له هوايي ډګر څخه ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه اېستل شوي دي چې ډیری یې امریکا ته لیږدول شوي دي

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول

۵

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و