• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین د هرات ولایت زلزله ځپلو ته ۳۶۰ ټنه مرسته ولیږله

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۲۸ GMT+۰

چینايي رسنیو د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د دغه هېواد د ۳۶۰ ټنه بشري مرستو د رسولو خبر ورکړ. په دغو مرستو کې خواړه، خیمې او ژمنۍ جامې شاملې دي. د طالبانو د ماليې وزارت استازي کفایت الله حقاني ویلي، چې دغه مرستې به پر زلزله ځپلو او بې وزلو وویشل شي.

هرات ولایت د تلې په ۱۵مه د یوې خونړۍ زلزلې شاهد و، چې ټکانونو یې څو اونۍ دوام وکړ.
چین تر اوسه هرات ولایت ته د مرستو څو کڅوړې لیږلې دي.
چین د هرات زلزله ځپلو ته خپله لومړنۍ مرسته د تلې ۲۳مه طالبانو ته وسپارله.
د هرات له زلزلې دوه ورځې وروسته چین د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه طالبانو ته دوه لکه ډالر نغدي مرسته هم ورکړې وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۱۷۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا ویلي چې د هرات زلزله ځپلي خوراکي توکو، روغتيايي خدمتونو، نغدي مرستو او د څښاک اوبو ته اړتيا لري.

ډېر لیدل شوي

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي
۱

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۲
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

د ایران د بیا نفوذ احتمال؛ امریکايي ځواکونه له عراق څخه وځي

۵

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی