• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: ښايي د افغانستان په تړاو غونډه د ډسمبر په میاشت کې په قطر کې جوړه شي

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفانو دوچاریک د لړم په ۲۶مه، په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان له پاره راتلونکې غونډه به د ډسمبر په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، خو نوموړي په دې اړه نور جزئیات له خبریالانو سره شریک نه کړل.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو تېره غونډه هم د ۲۰۲۳ کال د مئ په میاشت کې په قطر کې جوړه شوې وه، او ملګرو ملتونو ویلي و چې د بلې راتلونکې غونډې له پاره هم تابیا نیسي، خو نېټه یې ورته نه وه څرګنده کړې.
په تېره غونډه کې د یو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو برخه لرله، خو طالبان هغې غونډې ته نه و وربلل شوي.
د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي رلمي خلیلزاد د یوې امریکايي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان له پاره ځانګړې ناسته جوړه شي.
تر هغه وړاندې د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف تېره اونۍ ویلي و چې، ملګري ملتونه به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې یوه غونډه جوړه کړي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۵

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ